عصبي خپګان څه معنى لري؟
يوه ښځه اود هغې مېړه زموږ په ګاونډ کې اوسېدل، دوه واړه ماشومان يې درلودل او درېيم يې په لنډ وخت كې زېږېده. سړى به هرورځ په ملي بس كې سهاروختي د كار په لوري تلو او د شپې به ناوخته كورته راګرځېده. ښځې به يې د كور سودا اخستله، د كوركارونه به يې كول او خپل شوخ ماشومان به يې کرارول.
د كورسختو كارونو يې ورځ تر ورځې ملا ورماتوله، له ژوند او كارونو څخه ورو ورو نهيلي کېده، كله كله به د كور په كړكۍ کې كښېناسته او د كور د راتلونکې په اړه به يې فكر كاوه، او كله به يې د كور د خونو پاكولو ته پام شو. يوه ورځ چې فکر يې کاوه د سودا د اخستلو لپاره د بازار په لوري لاړه شي، ناڅاپه يې په زړه وېره خپره شوه، د كوڅو او د بازار له دوكانو څخه وېره، زړه يې په تيزي تپېده، اضطراب او اندېښنه يې په دماغ غوړېدلي وو، احساس يې كاوه چې د هغې اعصاب تر لوى فشارلاندې دي، مېړه ته يې ټليفون وكړ، كله چې يې مېړه راغى ګوري، چې ښځه يې د كور په غولي ناسته ده او ژاړي.
ډېر له پخوا يو سړى پېژنم، چې په يوه تبليغاتي اداره کې يې نوې د مديريت دنده ترلاسه كړې وه. ښځه يې چې ډېره جاه طلبه او خودخواه وه، ډېره خوشحاله وه. مګر خپله سړي د نوې دندې له تر لاسه كولوڅخه وېره لرله خو هغه نشو كولاى، چې پخپله كمزوري اعتراف وكړي، ځكه چې خلکو به بيا ډارن باله. دهغه په اخلاقو كې توپېر رامنځته شو، خوب يې له سترګو وتښتېد، تا به ويل چې عصبي تعادل يې له لاسه وركړى دی. د پسرلي په موسم كې يوه ورځ سهار د كار په خونه (په دولسم پوړ) كې بوخت و، ناڅاپه يې سترګې له شعبې نه بهر ولګېدې، د بهر ازادې هوا هغه په شدت سره خپلې خوا ته جلب كړ، هغه چې د هوا په مينه كې بې خوده شوى و، ناڅاپه يې سينه د كړكۍ په سيخانو ولګيده او له نيکه مرغه ځان يې په هغه ورځ تر كوره ورساوه، ډاكټر يې راوغوښت او د هغه په لارښوونه يې څو ورځې استراحت وكړ.
|
|
دا ډول عصبي ناراحتې د طبابت له نظره ځانګړې نومونه لري، مګر په عمومي ډول د عصبي خپګانونو په نامه يادېږي.
عصـبي خپـګان څـه شـى دى؟
عصبي خپګان د اضطراب پاى ګڼل کېږي، يعنې د زړه د تنګوالي يو حالت دى، چې وېره او اندېښنه له ښکاره سببه پرته ورسره يوځاى وي.
کېداى شي له موږه هر يو د مختلفو وېرو او اظطرابونو تراغېز لاندې راشي، خو د وېرې سبب ژر له موږه هيرېږي، کېداى شي داسې پېښې تكرار پېښې شي، چې زموږ د ويرې او ډارسبب وګرځي او کېداى شي يو ځل بيا د ويرې او ډار له امله له خوبه رابېدار شو، بې له دې چې د ويرې سبب په ګوته کړو.
يو ورځپاڼه ليكونكى پېژنم، چې د مور له وفات وروسته يې عصبي تعادل كاملا له لاسه وركړى. د ډاكټرانو د تداوي او د ارواپوهانو له څېړنې وروسته دا جوته شوه، چې په وړوكتوب كې به له يوازېتوب څخه ډېر وېرېده او د مور له مړينې وروسته دا دى يو ځل بيا يوازې شو، ځكه يې د مور له مړينې وروسته عصبي تعادل له لاسه وركړى.
د عصبي خپګان بل سبب د دفاعي ځواک ماتې ده. ټولو له کوچنيوالي دا زده كړې، چې څنګه له ډار اوا ضطراب څخه ځان وساتو.
د دفاع ځواک بله ماتې له ګناه څخه د خلاصون لاره پېدا كول دي. د مثال په توګه کوم سړى چې ډېر سګريټ څكوي يا شراب څښي نو دا ځانته له ټولنې سره د يو رنګ کېدلو بهانه بولي.
بله لاره د دفاعي ځواک د انتقال تخنيك ده. ناروغه كس، چې د نورو كسانو په واسطه په تنګ شوى او رټل شوى وي، هغه دا خبره پټوي او نورو ته يې انتقالوي. د مثال په توګه يو مامور، چې په دفتر كې له خپل مشر څخه متنفر وي، د هغه نفرت او كركه د لانجې په وخت كې خپلې ښځې ته رسوي او هغه رټي، چې خپل غم پرې سپك کړي او ځان تسكين کړي.
له اضطراب څخه د ځان ساتلو نورې لارې هم موجودې دي، لكه د انكار او نفي او بې له كوم دليل څخه له يوې مسئلي انکارکول دي.
ځينې وخت دفاعي ميكانيزم خپل ټول اغېز د ژوند په اوږدو كې ساتي. مګر هروخت چې فشاراو وېره سره يوځاى شي او شدت اختيار كړي نو دا ميكانيزمونه ورته تسليم شي او هغه پټ اضطراب ياغي شي. په داسې وختونو كې يو کس د اعصابو تعادل له لاسه وركوي.
د عصبي خپګانونو ټول ډولونه تقريبا يوه نښه لري، چې د دې له امله نورکسان نه شي كولاى خپل دفتر ته د كاركولو لپاره لاړ شي او ښځه نه شي كولاى نور د كور كار پخپله وكړي. اما د ناڅاپه بحرانونو رامنځته کېدل ډېر په لږ ليدل کېږي.
ډاكتران په دې باور دي، چې عصبي خپګان د اضطراب د زغم له نشتوالي څخه عبارت دى. د عصبي خپګانونو ټول ډولونه د تكراري كارونو په پايله كې رامنځته کېږي، لكه د زيات جسمي او يا دماغي كارونو په پايله کې يا د هغو شخړو له امله، چې د دوستانو له لاسه موږ ته رارسېږي.
بايد دا ووايم، چې د انسان د تحمل قوه يو حد لري او كه له حد ه واوړي نو هرڅه به دړې وړې شي. يوه د لنډ وخت ناراحتي لكه بې خوبې يا زكام کېداى شي حساس اعصاب تر خپل اغېز لاندې راولي خو سخت جسمي كارونه لكه ډېر كار كول او كورنۍ ستونزې امكان لري يو ډېر قوي سړى هم له پښو وغورزوي