نيوروز((Neurosis([1])

 

پورته ټول بحثونه د دې لپاره وو، چې بحث تر نيوروز ناروغۍ پورې ورسوو. د نيوروز ناروغۍ لومړۍ نښې او نښانې د وېرې، وسواس، تردد، حقارت احساس او د اضطراب په شكل ظاهرېږي.

د نيوروز ناروغان له هر چا زيات عصبي وي، زيات هيجاني کېږي، کېداى شي د نيوروز ناروغ دا لومړۍ نښې وګڼل شي. د دې ترڅنګ زوروره ستړيا، چې په عصبي ستړيا ختمېږي، د دې ناروغۍ په نښو كې بايد له ياده ونه ويستل شي.

له دې امله بايد ژوند د يوه منظم پروګرام په لرلو ترسره كړو، او بايد د ژوند ډېر احترام وكړو. د دې تر څنګ عصبي استراحت لازم دى او لازمه اندازه خوب ضروري دى.

ارامتيا بايد په واقعي ډول ارامتيا وي، ترڅو مو اروا ارامه شي. موږ ټلويزيون ته ګورو نو ټلويزيون خپله د اضطراب سبب ګرځي.

په طبابت كې ډېرې داسې دواګانې شته، چې د اضطراب ناروغانو ته وركول کېږي، خو د ژوند ښه چاپېريال، کلکه اسلامي عقيده، چې د الله جل جلاله له وجود څخه بغير نور هېڅ شى د وېريدو وړ ونه ګڼل شي د اروايي ناروغانو لپاره په زړه پورې تداوي ګڼل کېږي.

 

څه وخت اضطراب اوهيجان د ناروغۍ سبب ګرځي؟

نن ورځ د سياكو سوماتيك (Psychosomatic )علم، چې له دوو يوناني كلمو څخه جوړ شوى- سايكو (اروا) او سوما (جسم) ډېر پرمختګ كړى، چې د دې علم له مخې د علم خاوندان كولاى شي په ډيره چټکې سره د اروايي او جسمي ناروغيو تداوي وكړي.

په دې وروستيو كې د طبابت په علم كې په زړه پورې نوښتونه رامنځته شوي او په ځانګړي توګه د سايكو سوماتيك د علم په برخه كې ډېر كار شوى دی. ځينې وخت په يو ناروغ كې ناروغي ښكاره کېږي، چې بې له كوم سببه او يا د غړيو له ضياع څخه رامنځته شوې وي.

جسم او اروا يو له بله نه بېلېدونكې دي:

ارواپوهان وايي، چې دماغي فعاليت يوازې د شخص په دماغ پورې اړه نه لري، بلكه ټول بدن په هغه كې برخه لري. يو فرانسوي ارواپوه دا څرګندونه كوي:(يو انسان فكر په حقيقت كې د ټول بدن په واسطه ترسره كوي: په لاسونو، پښو، غوږونو او دارنګه په مغزو او دا كاملا اشتباه ده، چې د ګوتو لياقت دې د ګوتو او نوكانوپه لياقت پورې اړه ولري- سايكو لوژيك فعاليتونه په ټول جسم پورې تړلي دي نه په يوه ټکي او يا ځاى پورې، ماغزه په حقيقت كې د لارښوونکې او اړيكو جوړوونکې برخې په څېر دنده ترسره کوي).

 دلته موږدې پايلې ته رسېږو چې د اعصابو سلسله او ماغزه د يوه تنظيم كوونكي غړي په توګه حسابېږي او ډېره ژوره معنوي اړيكه چې د اروا او جسم ترمنځ پرته ده، نو هېڅكله له نظره نه شي غورځېدلاى.

د نوي پېر اروايي متخصصين او کارپوهان په دې باوردي، چې يوازې د جسم درملنه كافي نه ده بلكې د يو شخص اروا هم بايد تردرملنې لاندې ونيول شي، ځكه د يو شخص دا دواړه برخې يو له بل سره ګډې دي، هر ډول تغير چې په يوه کې رامنځته کېږي، د بل لوري د اختلال سبب هم ګرځي ځکه خو دا خبره پوره په ځاى ده چې (سالم عقل په سالم بدن كې وي).

 

-٦٦-

 

نيوروز

 

 

له ډېر پخوا نه د اضطراب ناروغي په نړۍ كې پېژندل شوې او وجود لري، دوه زره كاله دمخه خلك په دې باور وو، چې ډېر فكر او اندېښنه د سږيو د ناروغۍ سبب ګرځي، چې وروسته بيا د نري رنځ په نوم ونومول شوه. بقراط په دې باورو، چې دارنګه ناروغان بايد تفريح وكړي او په ورزشي كارونو او فعاليتونو كې مشغول شي.

په پنځم قرن كې مشهور عالم ماكروب ( Macrobe) داسې وايي (كله چې د خجالت او شرم له امله د يو چا مخ سور شي، وينه د هغه مخ ته متوجه او پورته کېږي څو چې د هغه مخ د يوې سرې پردې په واسطه وپوښي) رښتيا هم دايوه ډېره نازکه او له مانا ډكه جمله ده، چې هر كس بايد دا خبره درك كړي او په مغزو كې ځاى وركړي. په ژوند کې دا ډول پېښې ډېرې ليدل کېږي.

د تروسو (Trousseau )په نامه يو بل عالم بيا وايي: كله چې يو كس د ګلاب له ګل سره حساسيت ولري، نو له پلاستيكي ګل سره هم ورته حساسيت ښيي او يو ډول تغيرات يې په بدن كې ښکاره کېږي. اضطراب د حساسيت د راپاريدو او ناروغۍ سبب ګرځي.

اضطراب څنګه په معده اغېز کوي؟

په دې اړه ډېرې په زړه پورې تجربې ترسره شوې، د مثال په ډول يو كس چې مرۍ يې بنده شوې وه او د يو پايپ په واسطه يې معدې ته ډوډۍ تېروله يعني اول هغه كس خوراكي مواد په خوله كې نيول، هغه به يې ښه ژوول، وروسته به يې هغه پايپ يا د ميلي خولې ته سمول او تېرول به يې. په دې ناروغ باندې څه په زړه پورې تجربې ترسره شوې، ډاكټرانو ولېدل، چې هروخت ناروغ په اضطراب كې و، نو د هغه دمعدې مخاط ( (Mucus به منقبض( راټوليده ) او خپل ترشحات به يې نه كول او چې كله به دا حالت ډېر دوام وكړ، نو لا ډېر زيات تغيرات به په معده كې رامنځته کېدل.

 

-٥٦-

 

نيوروز

 

 

قهر، اضطراب او اندېښنه د وينې د رګونو د تنګېدو او د مخاط د افرازاتو د كموالي سبب ګرځي، حتى د معدې د زخم سبب ګرځي لكه څنګه چې په تېرو نړيوالو جنګونو كې د معدې د زخم ناروغۍ خپل اوج ته رسېدلې وه. ډېر شمېر كسان په دې ناروغۍ د ډېرې اندېښنې او اضطراب له امله اخته شوي و. په تېرو دريو لسيزو كې زموږ هېوادوال د ډېرو ستونزو او اندېښنو له امله په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

 

-٦٨-

 

نيوروز

 

 

د معدې زخم د روان پېر يوه له ډېرو معمولې ناروغيو څخه شمېرل کېږي، د نورو عواملو ترڅنګ وراثت هم په دې كې پراخه ونډه لري.

د سختې وېرې له امله کېداى شي د يوكس د بدن ټول وېښتيان راتوى شي او يا په يو وار سپېن شي. لكه څنګه چې د فرانسې د ملكې ويښتيان په يوه شپه په بنديخانه كې تك سپېن شول.

فـزيـولـوژيـك تـو پـان

اضطراب چې څومره اوږدېږي، په هغه کچه لا نورخطرناك کېږي. کوم كسان چې په دنده بوخت يا د اوسېدو ځاى كې چيرته چې له اضطراب سره مخ وي وخت تېروي د اضطراب له ډېرو بدو اغېزو سره مخ کېږي. دې حالت ته فزيولوژيك توپان ويل کېږي. دا حالت له ځانه سره ډېرخراب عوارض لري د مثال په توګه د ارواپوهنې ډاكټران نوموړى حالت داسې تعريفوي: يو ه ناروغه په اروايي اختلالاتو اخته شوې وه، په داسې حال کې چې هر ه وړوكې خبره د نوموړې ناروغۍ د ژړېدا او عصبي حملو سبب کېدله او د معدې د درد د پېدا کېدو سبب ګرځېدله، ډېرې درملنې څه نتيجه ور نه كړه.

د ډاکټرانو له څېړنې وروسته دا جوته شوه، چې د هغې مېړه د موټر چلولو په وخت کې ټكر كړى و، حكومت ورڅخه د موټر چلولو لايسنس اخستي و. دا مېرمنه مجبوره وه، چې مېړه هرورځ تر دفتر پورې ورسوي، خو د هغې مېړه دا هروخت تهديدوله، چې ته هېڅكله سم موټر نه شې چلولى او هېڅ په موټر چلولو بلده نه يې. دې خبرو ښځه ډېره عصاباني كړې وه. ډاکټرهغې ته وړانديز وكړ، چې د يو څه وخت لپاره په يوازې ځان موټر وچلوه. نوموړې مېرمن د يو څه وخت په تېريدو سره راغله، چې اوس ډېره ښه شوې يم. ډېره خوشاله ښكارېده او دا يې ويل، چې نور به نه عصباني كېږم او هرڅه چې زما مېړه وايي هغه ته به ارزښت نه وركوم، د هغه خبرې به په يو غوږ اورم او په بل به يې باسم. هغې ويل چې كله خو د هغه قهر زما د خندا سبب ګرځي او دا يې هم وويل چې اوس له خپل مېړه سره د يو ښه دوست په شكل ژوند تېروم او ډېره ارامه شوې يم.

اضطراب د ډېرو جلدي ناروغيو او چاغوالي سبب ګرځي.

ډېر داسې مثالونه شته چې ناروغي او لاملونه يې په ګوته کوي خو زه څو لنډ مثالونه ذکر کوم: يو ځل مې يو دوست له خپل ماشوم زوى سره يو ځاى بازار ته تللى و او په بازار کې يو نوى تعمير د جوړېدو په حال كې و، دوى يې له څنګه تېرېدل، چې ناڅاپه د تعمير له پنځم پوړ څخه يوه خښته د دوى په لوري راولوېده او د نوموړي کس ماشوم زوى پرې ولګېده– د ماشوم پلار تېزه چيغه وکړه او په دې سره د هغه په غاړه كې سره ليكه جوړه شوه. ماشوم زوى خو يې بچ شو، دومره نه و خوږ شوى، خو د ماشوم د پلارپه غاړه كې تر ډېره وخته سره ليكه ښكارېده.

يو كس چې د ځيګر ناروغي يې لرله، په دې ګومان چې د ځيګر يا وينې په سرطان اخته شوى د بدن ټول ويښتيان يې توى شول خو كله چې ډاكټر ته ورغى، تر درملنې وروسته بلكل روغ رمټ شو.

بايد په دې پوه شو، چې نه يوازې حوادث او وقايع په اروا بلكې په جسم هم بد اغېزکوي

 او حتى په چاغوالي او ډنګروالي هم اغېز لري. معمولا هغه كسان چې چاغ دي ټوله توجه يې د غذايې موادو په لوري وي، خوراكي مواد ورته په ژوند كې ډېر د ارزښت وړ وي.

يو ډول چاغي د اضطراب او اندېښنې له امله رامنځته کېږي، چې د معكوس چاغۍ (Paradoxical Obesity )په نامه سره نومول کېږي.

د مثال په توګه كله چې فرانسه د جرمنيانو په لاس ورغله، هغې ښځې چې مېړه يې په جنګ كې له لاسه وركړی و په اونۍ كې يې ۱۵ كيلو وزن زيات شوى و.

نو له همدې امله د سايكو سوماتيك (اروا او جسم) پوهان دواړه ناروغۍ يوځاى تردرملنې لاندې نيسي.

 

 


١- Neuroses- هغه عصبي حالت ته ويل كېږي چې دډېروفزيكي اواروايې اختلالاتوسره يوځاي وي لكه دټول ځان درد،اضطراب،روحي فشاراوداسي نورله كوموسره چې ځانګړې فزيولوژيك تغيرات ونه ليدل شي