د اعصابو ساتنه
د اعصابو له ساتلو مو موخه دا ده، چې خپل دماغ له خراب اغېز نه وساتو او ښه اغېز ته وده وركړو، چې د عصبي انرژۍ له بې ځايه مصرف څخه وساتل شي.
په حقيقت كې د سالم دماغ د لرلو لپاره تل بايد نيكو كارونو ته مخه كړو، بدۍ او ناخوالې، چې كله كله په ژوند كې پېښېږي، له نظره وغورځوو، په كمه سترګه ورته وګورو او د يوه ښكلي راتلونكي په لټه او فكر كې واوسېږو او د ژوند له هرې شېبې څخه په ښه توګه ګټه ترلاسه كړو.
امكان لري يو کس دا خبره وکړي:
چې زه بد بخته يم، ځكه د ژوند له پېله بيا تراوسه مې له بدبختيو سره سروكار دى. په دې توګه خوشالي له ما نه اخيستل شوې او کېداى شي ځينې په دې باور وي، چې د هغوى مور او پلار قهرجن او غمجن وو او دا حالت ورته په ميراث پاتې دى.
دا نظريه سمه نه ده، ځكه چې يو عاقل انسان د تل لپاره كولاى شي خپل اعصاب كنټرول کړي او تر خپلې ولکې لاندې يې راولي.
عصباني حالت كوم دى؟
د هر شخص عصبي حالت د لاندې حالاتو تابع دى:
۱- ورثي حالت، چې له نيكونو او پلرونو څخه ورته په ميراث پاتې وي.
۲- ښوونه او روزنه.
۳- د ژوندد بهير پېښې، ښه او بد.
۴- د تفكر قوه، حافظه او ادراك.
۵- غوښتنې.
۶- د بدن جسماني قوه.
پورته ټول ذکرشوي سببونه د ژوند کولو په ډول او تمرين پورې اړه لري، چې موږ يې په ژوند کې پلي کوو، د مثال په توګه يو ماشوم له هر څه وېره لري، په ډېره وړه خبره ژړا كوي. تياره، تندر او وېروونكي غږ سره بې هوښه کېږي. دا وېره د تجربې او د مور او پلار د نصحيتونو په پايله كې له منځه ځي (كه مور او پلار هوښيار وي) نه د ځينو ميندو او پلرونو په شان چې لا زيات ماشوم وېروي او له يوه وړوکې شي ببو جوړوي.
همدارنګه كله چې يوکليوال سړى ښار ته راځي په پېل كې په وېره او وحشت كې وي او دا وېره ورسره وي، چې د ده خپل حركات او خبرې څه لانجه ورته پېښه نه كړي، د وخت په تېرېدو سره په ځان باوري کېږي او د ښاري ټولنه كې په ډاډه زړه ژوند تېروي.
انسان هر ورځ له مختلفو مسائلو سره لاس او ګرېوان وي، كله بې له كوم ځنډ ه غبرګون ښيي، کله د ژوند لپاره د ورځنيو پېښو تر ټولو ښه روزنه ا و ښوونه له ځانه سره لري.
خو كه کوم كس پرېکنده دريځ ولري او د قوي ارادې لرونكى وي، تصميم نيسي، دا تصميم تر هغه پورې ښه او ګټور نه شي تمامېدلاىتر څو چې په ساړه دماغ د هغه په اړه فكر ونه كړي، ځكه خو قهرته د عقل زوال ويل شوى دى.
عصابنيت
د هرې پېښې په اړه له عصبي دستګاه څخه شديد عصبي امواج راچاپېرېږي، دا امواج غواړي د نوموړې پېښې په هكله په دماغو كې فكر او غور رامنځته کړي، چې له غوره وروسته په يو عمل لاس پورې شي، مګر د قضاوت او اردې قوه د دې امواجو د صادريدلو اوغبرګون ښودلو سبب ګرځي، كله چې د دې دواړو قواوو د عصبي انرژۍ د امواجو او د ارادې ترمنځ انډول خراب شي نو يو ځانګړى حالت رامنځته کېږي، چې عصبانيت بلل کېږي.
|
|
هغه ته بد مزاجه او بد دماغه کس ويلی شو، چې د ارادې قوه يې د ازادو شويو عصبي امواجو په انډول كمه وي. د ا كس مخكې له دې چې يوعمل د قضاوت او ارادې د قوې لاندې راولې،نوموړی عمل ترسره كوي چې كېداى شي وروسته پرې پښېمانه شي.
ملايم يا نرم مزاجه كس هغه چا ته ويل کېږي، چې د ازاد شويو امواجو قوه يې د قضاوت او ارادې له قوې څخه زياته نه وي.
او د ساړ ه دماغ لرونكى كس هغه چا ته ويل کېږي، چې د ارادې او قضاوت قوه يې د ازاد شويو امواجوا په قوې زياته وي.
د ا عصبي امواج د تمايلاتو او غوښتنو له مرکز څخه سرچينه اخلي، د دغو امواجو فعاله انرژي له تمايلاتو سره مستقيم اړيكي لري، د مثال په توګه د يو كور ښځه، چې خودخواه وي او دا غوښتنه لري، چې ټول اوامر يې بې له كوم ځنډه پرځاى شي، كله چې د كور خدمتګارې ته غږ وكړي او خادمه هغه امر په هغه ساعت پرځاى نه كړي، سره له دې چې خادمه په يو بل مناسب كار مصروفه وي، دغه مېرمن د خادمې د ناوخته راتګ له امله عصباني کېږي او مخكې له دې چې د ناوخته کېدو د سبب پوښتنه وكړي، هغې ته سزا وركوي او په قهر يې رټي. خو له څه وخت وروسته، چې كله د هغې ازاد شوي عصبي امواج له منځه لاړشي او د ناوخته کېدلو اصلي علت ورته څرګندېږي پخپل مخکېني عمل پښېمانه کېږي. له همدې امله بايد هوښيار انسان تل خپلې غوښتنې تر كنټرول او ارادې لاندې راولي، ترڅو وكولاى شي چې كله هم د عصبي امواجو تر اغېز لاندې راځي نو په ښه توګه تصميم ونيسي او له ناسمو او بدو پايلو څخه ځان وژغوري.
په حقيقت كې تر ټولو مهمه مرحله د عصبانيت هغه مرحله ده، چې عصبي امواج په عملي كار بدلېږي او هر شخص بايد په دې وتوانېږي، چې د نوموړي انرژي له بدلېدلو څخه د خپل عمل مخنيوی وكړي او يا په بل عبارت د ځان له كنټرول څخه ونه وځي.
بې ځايه به نه وي، چې دا مثال وړاندې كړم: کله چې يو څوك د لومړي ځل لپاره موټر چلول زده كوي، د موټر چلولو استاد ورته له هر څه دمخه د موټر د درولو چل ښيې، ځكه چې د موټر نوی چلونكي بايد په دې پوه شي، چې څنګه موټر ودروي او كنه له بدو عواقبو سره به مخامخ شي.
دا روښانه ده، كله چې خلك د غوښتنو خلاف له يو څه سره مخامخ کېږي، له سختو عصبي امواجو سره مخامخ کېږي، يوازې هغه کسان چې نه شي كولاى دا عصبي امواج تر خپل کنټرول لاندې راولي په عصبانيت اخته کېږي. دا خلك کېداى شي په ژوند كې له ډېرو خطرونو سره مخامخ شي.
عصبانيت د عصبي انرژي له امواجو سره مستقيم تړاو لري، چې د انسان د غوښتنو تر اغېز لاندې ده. د ساړه دماغ لرونكي خلك هغه دي چې د عصبي انرژي په امواجو كنټرول لري. دا ډېره روښانه ده،کومو کسانو چې په نفس كنټرول راوستى په نورو خلكو او چاپېريال په اسانۍ كنټرول راوستى شي او د ژوند په تېرولو كې ډېر بريالي او سرلوړي دي.
کوم کسان چې په نفس كنټرول او ولکه نه لري د ژوند په اوږدو كې په سترو تېروتنو اوښتي او په ټول ژوند كې له پښېمانۍ او پرېشانۍ سره مخ وي. لكه څنګه چې مخكېيادونه وشوه په اعصابو كنټرول او يا نه كنټرول كوم ورثوي اړخ نه لري او نه هم خدايي ورکړه ورته ويلی شو ځكه چې دا هرڅه په تمرين او تجربې سره ترلاسه کېږي، پخوانيو خلكو دې كار ته رياضت ويلى دى.
په اعصابو واكمني:
نن ورځ عصبي ناراحتي او روحي ناروغۍ د نورو ساده ناروغيو لكه زكام په څېر يوه عامه ناروغۍ ګرځېدلې ده، په دې تفاوت چې د زكام ناروغ په اسانه توګه تداوي کېږي او په عصبي ناروغيو اخته كسان تل له عصبي ناراحتۍ څخه ځورېږي. د داسې ناروغيو درملنه د ناروغ له مرستې پرته امكان نه لري، د بدني ناروغيو معالجه د يو ډاكټرلپاره ستونزمن كار نه دى، خو د روحي ناروغ درملنه خورا سخت او له ستونزې ډک کار دي.
|
|
عصبي ناروغۍ بېلابېلې سرچينې لري او خلك په مختلفو وختونو كې په عصبي ناروغيو اخته کېږي. د مثال په توګه ځينې کسان د نويو كسانو د پېژندګلوۍ له امله په دماغي يا عصبي ناراحتۍ اخته کېږي او ځينې هغه وخت د ناروغۍ تر اغېز لاندې راځي، چې په كار بوخت وي او د بل كس ورته پام شي. ځينې په دې فكر کې وي چې ګواكې دوى د خپل كار له عهدې نه په ښه توګه نه شي وتلاى د روحي ناروغۍ تر اغېزلاندې راځي.
عصبي كس تل ستړى او په سردردي اخته وي او تر ټولو بد اغېز يې دا دى، چې د بدن نور غړي اغېزمن کوي، په ځانګړې توګه په معدې څرګند اغېز لري او د معدې د ناروغيو لامل ګرځي. نن ورځ دا ثابته شوې ده چې د معدې زخم د اسېدونو د ډېر افراز له امله رامنځته کېږي، امكان لري ستاسو ناراحتي ستاسو په جسم پورې اړه ولري، په دې حالت كې د ډاكټر له خوا له وړانديز شوې دوا سره کېداى شي ډېر ژر تداوي شي.
خو كله چې دا روښانه شوه، چې ستاسو ناروغي په روح او اروا پورې اړه لري او د ډاكټر دوا چندان اغېز نهړ کوي پخپله د علاج لپاره لسټوني را بډ وهئ. ستاسو د درملنې لپاره دا لاندې ټكي دي، چې پخپله يې اجرا كړئ او پايله يې خپله وګورئ:
١- دا خبره ومنئ چې تاسو په يوه متمدن پېر(عصر) کې په ناروغۍ اخته شوي ياست، ځکه خو د نورو كسانو په مخ کې د ناروغۍ په يادولوسره مه شرمېږئ او د ډاكټر او ځان په مرسته د ناروغۍ په تداوي لاس پورې كړئ.
٢- له ماتې څخه مه وېرېږئ، ماته خوړل د ژوند د حوادثو برخه وګڼئ، اوسنۍ ماته د راتلونكي ژوند لپاره تجربه وګڼئ.
٣- د تنفس كولو روغه لاره زده كړئ.
دا خبره کېداى شي ډېره ساده په نظر درشي خو بايد ووايم چې سالم تنفس د روغ بدن او روح اساس تشكيلوي، ځكه چې له تنفسي بې نظميو څخه عصبي نا ارامي راپورته کېږي. د مثال په توګه كله چې د كوټ تڼۍ كلكې وتړئ د ناراحتي احساس كوئ او كله چې دا غوټه خلاصه كړئ د راحت احساس كوئ.
هركله چې په روحي ناراحتۍ اخته شوئ په خلاص او ګوښه ځاى كې په تنفس اخستلو او قدم وهلو پېل وكړئ. په داسې تو ګه چې پنځه قدمه يو خوا او بله خوا واخلئ او په هر قدم اخستلو سره يوه ټاکلې اندازه هوا تنفس كړئ او د هر تنفس ترمنځ وخت قيد او تعين كړئ او بيا په همغه اندازه هوا بېرته وباسئ.
په دويمه ورځ داعمل شپږ ځله او بيا يې په تدريج سره اندازه لوړه کړئ. د دې كړنې لومړى ښه والى دا دى، چې له نورو غمونو او فكرونو څخه د خلاصون لاره بلل کېږي، چې يوازې له ځان سره پرې مشغوله كېږئ. دويمه ګټه يې دا ده، چې داعادت ستاسو د بدن د صحتمند پاتې کېدلو لپاره ضروري دى. هر وخت چې وغواړئ د بدن د ارامېدو باعث يې ګرځولى شئ.
۴- د بدن د ارامولو لاره:
د غړيو بېځايه كول ځينې وخت د اعصابو او د بدن د ارامولو او ستړيا د له منځه وړلو لپاره ډېر مناسب وي. د كوټ د تڼيو خلاصول، د سندلۍ دپاسه غزېدل يا ويده کېدل او د عصبي هيجاناتو د له منځه وړلو لپاره د لطيفو د كتاب لوستل يو په زړه پورې عمل دى. د متحدو ايالاتو ډېر وتلي جمهوررئيس ابراهام لنکن د امريکا د کورنۍ جګړې د له منځه وړلو لپاره نه هېرېدونکې هلې ځلې کړي دي، د هغه عادت و، چې د هرمجلس په پاى يا پېل کې به يې ټوکه اورېدله ترڅو د دماغ ستړيا له منځه لاړه شي.
په دويمه نړيواله جګړه کې د انګلستان لومړي وزيرچرچېل د يوې ګړۍ او يا کم وخت لپاره خوب کاوه، هرځاى چې به و، د يو څه وخت لپاره به ويدېده. مثلا کله چې به په موټر كې کومې جلسې ته په لاره و، په موټر كې ويده کېده، خپلې سترګې به يې د يو څه وخت لپاره پټولې او خپل فكر به يې له هرڅه څخه خالي كړ ترڅو ارامه شي.
۵- لكه څنګه چې لازمه وي په خپل ترتيب سره د دندو اجرا كول:
هېڅ شى موږ په خپل ژوند كې دومره نه ځوروي څومره چې مو په خپلو كارونو كې بې نظمي ځوروي. که هره ورځ خپل ورځني كارونه د ارزښت له مخې سره ترتيب او ترسره كړئ او د كار كولو په وخت كې خپله ټوله فكري قوه پر اړوند كار متمركزه كړئ او بل هېڅ فكر او يا كار ته اجازه ورنه كړئ، چې ستاسو د كار مانع وګرځي نو دا ډېره ګټوره وي، کله چې د كار په پېل کې له كومې ذهني ناراحتۍ سره مخامخ کېږئ نولومړی د ناراحتۍ سبب په ګوته کړئ او بيا هغه له خپل ذهن څخه لرې كړئ.
|
|
زه شاهد يم چې ډېرځله داسې کېږي چې د خبرو په وخت كې د خبرې كونكي نظر په يو مهم كس ولګېږي خپل حواس له لاسه وركوي او په اندېښنه كې لوېږي، د خبرو اصلي موضوع يې له ياده وځي. دا ټولو ته جوته ده کومو کسانو چې ستاسو خبرو ته غوږ نيولى دى هغوى ستاسو له خبرو او مطالبو څخه هېڅ خبر نه دي او تاسو چې خبرې پېل كړئ بايد بې فكره نه شئ او خپل اعصا ب له لاسه ورنه كړئ.
۶- ورزشي كارونو ته توجه کول:
تجربو ثابته كړې چې کوم خلك په ورزشي لوبو بوخت وي، فكر يې كار ته په سالم ډول متمركز کړى وي. هر وخت چې ورزشي لوبې اجرا كوو ټولې اندېښنې بايد د يوې لحظې لپاره له ځانه لرې كړو او له ياده يې و باسو. دا لازمه نه ده، چې په دې کار کې تر قهرمانۍ پورې ورسېږو، بلكې ستاسو ورزشي فعاليتونه ستاسو د روح او جسم د سالم ساتلو لپاره ښه او لازم دي.
۷-د يو ډول شوقي يا ذوقي كارونو ترسره کول:
هر څوك له خپل ذوق او حق سره سم كولاى شي، يو كار د تفريح لپاره انتخاب كړي او په بېكاره وخت كې پرې مشغول شي.
بايد دا خبره په فكر كې وساتل شي، چې ستاسو كارونه ستا سو دماغ او بدن تنبل او مړاوی نه كړي او همدا رنګه خپل ځان د اندېښنې په كولو سره عادت نه كړئ. هر وخت چې بې كاره ناست ياست په اروا كې مو يوه خالي فضاء رامنځته کېږي، په عصبي او هغو خلكو كې چې اندېښنه كوي، د دماغ خالي فضاء ډېر ژر د مزاحمت كوونكيو او ناراحت كوونكيو فكرونو په واسطه ډکېږي. ځکه خو بايد ذوقي كارونه د دې تشې يا خاليګاه د ډكولو لپاره ترسره شي.
زموږ فكرنه شي كولاى په يوه وخت كې د دوو كارونو په اړه مصروف شي، له همدې امله هروخت چې دماغ د باغوانۍ او يا انځرګرۍ په كار كې مصروف وي ستاسو فكر لازماً د همدې كار په اړه مصروف ساتل کېږي او له نورو ناراحت كوونكيو فكرونو څخه په امن كې وي.
په روغتونونو كې په اروايي ناروغيو د اخته كسانو تداوي، په يو ډول ذوقي ياشوقي كارونو د مشغولولو په واسطه ترسره کېږي. هركله چې ناروغ د يوې ګړۍ لپاره په كار مشغول شي، ډېر كم وخت پېدا كوي، چې د نورو اندېښنه اچوونکېو كارونو په اړه فكر وكړي.
په شوقي كار ځان بوخت ساتل دومره زيات خرڅ او ځور ته ضرورت نه لري. هر څوك كولاى شي په وزګار وخت كې ځان په نقاشي كې مشغول كړي ا و يا د عكاسۍ د كمرې په واسطه په عكس اخيستلو مصروف شي. د خپل كور په انګړ كې د ګلانو په كرلو، د كومې بهرنۍ ژبې په زده كړه، په نجار ۍ او داسې نو رو لسګونو كارونو كې مشغولېدلاى شو.
دا كارونه تحريك كوونكي دي او ستړي اعصاب پرې ارامېداى شي او د مسكنو دواګانو له استعمال څخه تاسو ژغوري. كله چې موږ د ډېرو وړو او اسانه كارونو په ترسره کولو سره پخپلو مغزو او اعصابو مسلط کېداى شو، نو بيا اندېښنه او د دواګانو استعمال ته څه ضرورت دى؟
ځکه خو د نړۍ سترلارښود حضرت محمدصلى الله عليه فرمايلي دي، چې زړونه مو خوشاله کړئ يوه ګړۍ اوبله ګړۍ.
|
||||