حافظه څرنګه كار كوي؟
موږ په داسې يوه نړۍ كې ژوند كوو، چې له مختلفو حوادثو څخه ډكه ده. هر انځور او هره حادثه زموږ په مغزو كې د يو غبرګون د رامنځته کېدلو سبب ګرځي او د وړو وړانګو په واسطه چې د اعصابو له لارې (له حسي برخې څخه زموږ مغزو ته انتقالېږي) د اوازونو، بويونو، انځورونو او د ټولو هغو شيانو په شكل، چې زموږ د ورځني ژوند په اوږدو كې تېرېږي او موږ يې احساسوو او يا يې وينو د يو جدول او ځانګړېو وړانګو په واسطه، چې د هر يو اوږدوالى له يو زرمې ثانيې څخه نه اوړي تنظيمېږي.
د دې احساساتو ډېره برخه د ژر تېرېدونكيو زنګونو يا اوازونو په څېر وي، چې ځينې يې د مغزو د حساسو حجراتو په و اسطه ساتل کېږي او د مغزو په دېوان (دفتر) کې ځاى پر ځاى کېږي. الله تبارك وتعالی د انسان په حافظه كې يوه ستره زېرمه (ذخيره) جوړه كړې، چې دا توان او قدرت لري، چې ټول پخواني وختونه د سفالين مغزو په برخه كې ځاى پرځاى كړي او هر وخت، چې انسان وغواړي ورڅخه ګټه پورته كړي.
هغه پوهان چې د حافظې په اړه په څېړنو بوخت دي، نوې لاسته راوړنې او باور لري، چې زده كړه پرغزو روښانه اغېزې لري او په مغزو كې ځانګړې تغيرات رامنځته کوي.
دا تغيرات په لومړي پړاو كې د مغزو په دېوال كې منځته راځي، چې په خاكي رنګه ماده كې د ليدلو وړ وي. د مغزو دا برخه تر ټولو رسېدلې او پخه برخه بلل کېږي.
هغو ازمېښتونو ښودلې ده، چې په دې وروستيو كې د كاليفورنيا په پوهنتون كې پرحيواناتو ترسره شوي دي، چې د مغزو د دېوال ځينې حجرات د ګولجي (Golgi)په نامه يادېږي (۱)،چې د زده كړې په اوږدو كې د ونې د ريښو په شان وده او نمو كوي.
کوم خبر چې د حسي دستګاه په واسطه ثبت شي، د مغزو د دېوال ځانګړې برخې ته وړل کېږي. لكه له سترګو څخه راوړل شوى خبر يا انځور د اوپتيك برخې ته، چې د مغزو په ښكتنۍ برخه كې ځاى لري رسول کېږي خو د اورېدلو خبرونه د مغزو د دېوال د اورېدنې مركز ته، چې د شقيقې په برخه كې ځاى لري رسول کېږي.
څېړنو ښودلې چې د اوپتيك مركز په انځورګرانو (نقاشانو) كې او د اورېدنې مركز په هنرمندانو كې فوق العاده تكامل ته رسېدلى وي او د مغزو په دې برخو كې يې ډېر تارونه جال ته ورته له عصبي حجراتو تشكيل شوي وي.
هغه ازمېښتونه، چې په دا لنډ وخت كې د ډاكټر پېنفيلډ (Painfield) په واسطه د مونترال په پوهنتون كې ترسره شوي د مغزو د دېوال په برخه كې ډېرې په زړه پورې او ارزښتناکې خبرې له لري. نوموړي پوهاند د جراحي عملياتو په لړ كې، د ناروغ د مغزو له دېوال سره د اورېدنې په مركز كې كله الكترود كېښود نو ناروغ ګومان كاوه، چې ګواكي كوم ساز ورته چالان شوى دى خو كله يې چې له نوموړي ځاى نه الكترود لرې كړ، نو په ناروغ به د ساز اورېدل هم بند شول.