د مغزو په اړه بايد په څه پوه شو؟

ماغزه چې د انسان په كوپړۍ كې ځاى پرځاى شوي دي، لږ څه بيضوي شكل لري. ماغزه د ټولو احساساتو او اعصابو مركز دى اويوه لويه كارخانه او دستګاه ده، چې د دندې او جوړښت له نظره نوې او مډرنې الكترونيكي دستګاوې او كارخانې ورسره هېڅ د مقايسې وړ نه دي. د نړۍ ډېر پرمختللي ماشين الات ورته ډېر كوچني او د کوچنيانو د لوبو د شيانو په کچه ارزښت لري.

د مغزو دنده يوازې د احساساتو او اعصابو نظارت نه ده، بلكې ټولې كړنې او دندې د بدن له دې مرکز څخه ترسره او ادراه کېږي. دا ټول ستر كارونه يوازې د ۱۲۰۰ ګرامه مغزو په واسطه ترسره کېږي. بايد په دې پوه شوو، چې دا وزن ثابت نه دى، کېداى شي زيات او كم وي، لكه څنګه چې د مشهور فرانسوي عالم (دركوو يه) د دماغ وزن ۱۸۴۰ ګرامه و او د (مورني) د ناپېليون سلا کار وزير ماغزه ۱۵۰۰ ګرامه وو، په ځينو كسانو كې د مغزو وزن يو كيلو ګرام وي، چې په نورمال ډول ژوند کوي.

د انسان د مغزو وزن د هغه د هوښيارۍ او زكاوت په اندازه کوم ځانګړى اغېز نه لري، د دې پرځاى د دماغ سطحي قشر د هوښيارۍ په کچه مهمه اغېزه لري، د مثال په توګه په حيواناتو كې دا سطحي برخه نرمه او نازكه وي ځكه خو د ارادې او عقل لاندې نه راځي. هر څومره، چې د حيوان درجه لوړېږي، هغومره يې د مغزود قشر لوړې، ژورې او سوري پېدا كوي او بې ارادې کېږي.

د مغزو د هرې نقطې دندې د مغزو د الكترونيكي څپو په واسطه تعينېږي، كه وغواړو چې هره برخه په ځانګړې توګه تشريح كړو، نو ډېر وخت به ونيسي، له همدې امله يوازې څلور مهمې برخې يا لوبونه (Lobes) تشريح کوو:

١- د تندي برخه، چې د فرنټل (Frontal) په نوم يادېږي. دا برخه د بدن ټول ارادې حركات ترسره كوي.

٢- د تندي وروستۍ برخه، چې د پرېټل(Parietal) په نوم يادېږي. دا برخه احساساتو ته ځانګړې شوې ده، لكه د ګرمي او يخني احساس او داسې نور.

٣- د غوږونو د څنګ برخه، چې د ټيمپورل (Temporal) په نوم يادېږي. دا برخه د اورېدلو او خبرې كولو لپاره ده. د دې برخې له برکته اورو او خبرې كوو.

٤- د سر د شا برخه، چې د (Occipital) په نوم يادېږي. دا برخه د ليدلو او د شيانو د انځورولو دنده ترسره كوي، سربېره پر دې دا برخه د حافظې مركز هم بلل کېږي. د دې برخې له برکته کولاى شو د خپل تېر ژوند خاطرات دوباره په ياد کړو، په حقيقت كې دا د خاطراتو مركز دي.

پر دې ټولو منظمو تشکېلاتو سربېره ماغزه په دې نه شي توانېدلاى، چې د بدن ټولې دندې ترسره او منظمې كړې. لکه څنګه چې عصبي ريښه له مغزو تېره او وړوكي مغزته او بيا تر حرام مغزه پورې رسېږي چې په حقيقت كې دانسان په ژوند کې اساسي رول ترسره کوي. په ځانګړې توګه د تنفس د عمل په اجرا کې او دزړه په ضربان باندي ډېر څرګند اغېز لري. زموږ ژوند كاملاً په مغزو پورې تړلی دی، دا پخپله د الله جل جلاله د خلقت يو په زړه پورې راز دى. كله چې يو انسان د كوم علت له امله بې هوښه کېږي، يا د مسموميت او يا كومې بېمارۍ له امله بې هوښه کېږي نو زړه، سږي او بډوډي يې خپلې دندې په منظمه توګه ترسره كوي. انسانان د ورځو، هفتو او كلونو پورې په داسې بې هوښۍ کې ژوندي پاتې کېږي، داسې ډېر مثالونه په ژوند کې د هر چا تر سترګو شوي دي.

 

-٢٤-

 

له خپلو اعصابو څخه چې ستاسو…

 

 

ځينې وخت د حوادثو په پايله كې د مغزو او حرام مغز ترمنځ اړيكي پرې کېږي، امكان لري زړه، بډوډي له كاره ولوېږي او نوموړى کس مړ شي، خو د مصنوعي زړه او ګردو په واسطه کېداى شي دا كس د څه مودې لپاره ژوندى پاتې شي.

بې هوښي او د دندې نه اجرا(د مغزو مرګ ) د انسان په مرګ دلالت نه شي كولى او دا د ارواپوهانو له مهمو بحثونو څخه ګڼل کېږي، چې د زړه په پېوند كې په نظر کې نيول کېږي(ددي علمياتوپه اوږدو کې له زړه څخه دماغزوپه لوري دويني جريان غوس کېږي ).

د مغزو كامل مرګ په لاندې حالاتو كې ليدل کېږي:

- د ټولو دماغي فعاليتونو درېدل

- د تنفس درېدل

- د وينې د فشار درېدل

- د مغزو د امواجو له منځه تګ، چې د الكتروسفالوګرام (Electrocephalogram ) په واسطه كتل کېږي، په څلورويشت ساعتونو كې څوځله بايد وکتل شي.

- د زړه په بيا راژوندي كولو (Reanimation) کې پاتې راتلل، چې د مساژ په واسطه سرته رسېږي. له مصنوعي سږو او زړه څخه ګټه پورته کېږي او حتى امكان لري، چې د سر كوپړۍ خلاصه كړاى شي او ماغزه په سترګو وكتل شي، چې مړه دي او کنه؟

د انسان كامله بې هوښي د مغزو د مرګ دليل نه شي بلل کېدلاى، په داسې حالت کې بايد د ناروغ د ژوند د ساتلو لپاره له هېڅ ډول هلو ځلو ډډه ونه شي، د مډرنو طبي وسايلو په واسطه ډېرو ډاكټرانو د اشرف المخلوقات ژوند د مرګ په خوله کې ژغورلى دی.