د اعصابو سلسله
لوى ماغزه، وړوكي ماغزه (مغزاصغر)، حرام ماغزه، سمپاتېك اعصاب، چې د بدن غړي په ځانګړې توګه تعقيبوي، لكه تنفسي سيستم او داسې نور، دا ټولې برخې د ماغزو د يوې دستګاه په څېر كار ترسره کوي، چې د اعصابو د سلسلې په نوم يادېږي.
لکه څنګه چې دا غړي ځينې مهمې دندې ترسره كوي د يو لړ نظم او قوانينو تر اغيز لاندې دغه دندې پرمخ بيايي. د دې لپاره، چې دا موضوع ښه روښانه شي بايد دې سلسلې ته له برېښناكوټ سره ورته والى وركړ شي، ځكه اعصاب د برېښنا د تارونو په څېر، له مركز څخه هر لوري ته برېښنا او يا هم حياتي دنده لرونکې پېغامونه لېږدوي، هغه هم په داسې بڼه چې د بدن ټول غړي او سيستمونه لكه هاضمه، تنفس او نور غړي لرونكي متحرك څرخونه دي. د دې لپاره چې په ښه توګه پر دغې موضوع پوه شوو، د لانديني ليكل شوي انځور لوستلو ته مو رابولم.
لومړى انځور:
|
|
يو موټر په ناڅاپې توګه په ډېر سرعت سره يو كس ته نږدې کېږي، د نوموړي کس سترګې له خطر سره مخامخ کېږي، سمدستي د ديد مركز (لكه يو كس، چې ټليفون وكړي) نورو مركزونو ته خبر ورکوي، چې د ځواب او رفليكس دنده لري، نوموړي غړي په فعاليت لاس پورې كوي، چې څنګه او كوم لوري ته دا كس حركت وكړي، تر څو له پېښ شوي خطر څخه په امن کې شي. پښو ته خبر رسېږي، چې كومې خوا ته او څنګه حركت وكړي، ترڅو نوموړی کس له خطره وژغورل شي.
دويم انځور:
د انسان د پېدايښت په پېل کې د جنين د پوستکي او د اعصابو د سلسلې جوړوونکې حجرات يو ډول وي، خو وروسته بيا دا حجرات يو له بله جلا کېږي، د پوستكي حجرات د بدن د پوستكي كڅوړه جوړوي او عصبي حجرات د اعصابو سلسله جوړوي.
د اعصابو سلسله هم لكه د بدن د نورو غړيو په شان د غذايي موادو او د سونګ موادو ته ضرورت لري، په دې حجراتو كې واړه اجسام وجود لري، چې ) (Corpuscles Nissel په نوم يادېږي.
كه عصبي حجرې ستړې او يا ناروغې شي، نوموړي اجسام په عصبي حجراتو كې نه ليدل کېږي، كله چې انسان سهار وختي له خوبه ويښېږي، نو لكه د ماشين د اور خونه، چې د سونګ له مواد و څخه ډكه وي دا حجرات هم له دې موادو څخه ډك وي، د ورځې په پاى كې د ستړيا، خپګان او نورو كارونو له امله د سونګ مواد كم او يا هم په ډېره کمه کچه پاتې وي او له خوب څخه وروسته دا حجرات يو ځل بيا د دې موادو په واسطه تر خولې ډکېږي، خو هر څومره، چې د انسان عمر لوړېږي دا كار هم په همغه اندازه دکمې اجرا وړ ګرځي. د بېلګې په توګه د زاړه كس په پرتله د ځوان شخص حجرات دا مواد ډېر لري.
درېيم انځور:
د وسايلو د انتقال لار په اعصابو كې ډېره په زړه پورې او حيرانوونكې ده. د اعصابو په سلسله كې يو ډول ځانګړي ازاد حجرات موجود دي، چې د نيورون (Neorone ) په نوم يادېږي. هرنيورون يوه مركزي برخه لري لكه د هستې او دوه ډوله څانګې ته ورته برخې لري. د څانګې يوه لور ته نور نري نري ښاخونه لري، چې له ګاونډيو حجراتو سره تماس پرې ساتي. دا برخه د ديند رايت (Denderite) په نامه يادېږي، بل لوري ته د حجراتو يوه لويه څانګه ده، چې د محور يا اکسيس سيلندر( Axi Cylender) په نامه يادېږي. د نوموړې غزېدلې څانګې په واسطه عصبي حجره كولاى شي له لرې پرتو حجراتو سره تماس وساتي (لكه د ټيلفون د تار په شان)، دا څانګه کېداى شي ډېره اوږده شي، ځکه خو د انسان د بدن تر ټولو حجراتو د سترې او اوږدې حجرې په توګه پېژندل کېږي.
|
د پېغام انتقال، له يوې مخابرې نه بلې مخابرې ته، د نوموړو غزېدلو تارونو په واسطه ترسره کېږي. د مخابراتي الاتو د استعمال شمېره، د مخابروي سيستم په پرتله په عصبي سلسله کې ډېره كمه ده، د بېلګې په توګه كله، چې يو خبر وارد شي نو (هغه خړه ماده چې د دماغ په قشر يا سطحه كې پرته ده) خو چې كله خبر صادرېږي نو بيا دا كار د يوې حجرې په واسطه ترسره كوي او تر سپېنې مادې، چې د دماغ په داخل كې واقع ده مخابره كوي او له هغه ځايه د څو نورو حجراتو په واسطه حرام مغز ته رسېږي او بيا له هغه ځايه د يوې حجرې په واسطه اړوندو غړيو ته رسېږي، چې ځوابي کار ترسره کړي. له مغزو څخه د کوم حرکت او يا کوم بل کار د ترسره کولو لپاره پښو ته دستور ورکول کېږي، چې د بدن اخري برخه ګڼل کېږي. يوازې د يو کم شمېر حجرو په واسطه نوموړې دنده ترسره کېږي.
څلورم انځور:
|
|
په اعصابو كې د لېږد د سرعت په اړه کېداى شي تاسو د ډېروالي په فکر کې ياست، چې بېخي غلط دی، کېداى شي فكر وكړئ، چې له الوتکې څخه يې سرعت تېز وګڼئ، حال دا چې دا بلكل غلط فكر دى، ځكه په اعصابو کې د پېغام د انتقال سرعت په ثانيه كې ۷۰ متره دى، چې په ساعت كې ۲۵۰ كيلومتره کېږي، نننۍ الوتکې په ټوليزه توګه له دې سرعت څخه ډېره لوړه چټکتيا لري، د راډيو او تلګراف له سرعت سره خو هېڅ د مقايسې وړ نه دى. نننۍ پرمختللې نړۍ د عصبي حجراتو د لېږد ګړنديتوب د ځانګړېو الاتو په واسطه اندازه کوي ترڅو پوه شي چې کوم کس د كومو دندو د اجرا لپاره ډېر مناسب دی.
پېنځم انځور:
پورته يادونه وشوه، چې کېداى شي اکسيس سيلندر ډېر اوږد وي، د بېلګې په ډول سمپاتېك اعصاب (عرق النساء) به په نظر كې ونيسو، چې له حرام مغز څخه سرچينه اخلي او د پښو تر پايه رسېږي. دا عصاب له يو ډول غوټې چې د اكسيس په نوم يادېږي، جوړ شوى. د نوموړيو حجراتو هستې په حرام مغز كې ځاى پرځاى دي، خو د نوموړيو حجراتو څانګې د پښو د ګوتو تر څوکې پورې رسېږي.
راځئ دلته لږ دمه شو، او د الله جل جلاله د خلقت په قدرت خپل ځان پوه کړو او وګورو، چې يوه وړوکې حجره، چې څو زره ميلي متره قطر لري داسې يوه څانګه له ځانه سره لري، چې اوږدوالى يې له يو متر څخه زيات دى، د هرې څانګې اوږدوالى نيم ميليون متروته رسيږي، چې دا معجزې ته ورته حجرې دي، د اكسيس اوږدوالى د انسان د بدن د خلقت له عجايبو څخه شمېرل کېږي، چې د الله جل جلاله د پېچلي خلقت او قدرت نمونه ګڼل کېږي.