د شعور كنټرول

 

د مغزو تر ټولو مهمه برخه هغه ده، چې خاطرې او پېښې په کې ساتل کېږي. همدا برخه د شعور په نامه يادېږي. ارواپوهان په دې هكله وايي چې با اراده كسان كولاى شي خپل شعور پخپله کنټرول كړي، ډېر زيات كسان له دې څخه ګټه اخلي. د مثال په توګه د ډېر تاکېد او يا د شعور د كنټرول له امله هر سهار په شپږو بجو له خوبه پاڅېږي او كه وغواړي د سهار په پېنځو بجو له خوبه بېدار شي دا کار هم د شعورد کنټرول له مخې ترسره کوي.

 

د انسان او حيوان تر منځ توپېر:

 

الله جل جلاله انسان اشرف المخلوقات پېداكړى دی او پخپلو كړنو او ژوند كې د حيوان په پرتله ډېر توپېر او سپېڅلتيا لري. زه دلته د انسان او حيوان د مغزو د جوړښت په توپېر غږېږم. د انسان ماغزه له دريو عمده برخو څخه جوړ شوي دي:

 

د شعور کنټرول

 

 

-١٦-

 

اوله برخه يې ښكتنۍ يا تحتاني برخه بلل کېږي، چې اتوماتيك كنټرولوونكي ماغزه هم بلل کېږي، دغه برخه د مغزو سر او ټول بدن ته اعصاب وركوي او خودكاره ماغزه بلل کېږي. مانا دا چې فعاليت يې د انسان په ارادې پورې اړه نه لري. دا ماغزه لوړ او ارزښتناک كارونه ترسره کوي، بدن تر نظارت او كنټرول لاندې نيسي لكه د وينې جريان، د ځيګر او ګردو فعاليتونه او داسې نور.

دويمه برخه يا منځنۍ برخه بلل کېږي، چې د هوايي پل يا د بې سيم د دستګاه په څېر دنده ترسره كوي، خبرونه اوري او اړوندې مرجع ته يې رسوي.

دريمه يا پورتنۍ برخه، چې د مغزو تر ټولو مهمه برخه بلل کېږي، انسان له حيواناتو جلا كوي.

ارواپوهانو د شمپانزيه (يو ډول بېزو) د مغزو تر څېړلو وروسته دا خبره په ډاګه کړې، چې د شمپانزيه د مغزو پورتنۍ برخه د انسان د مغزو په پرتله يو په درې کوچنۍ ده. مانا دا چې دوه په درې برخه يې کاملا ناقصه ده.

د مغز دا برخه انسان له خطرونو ساتي، د مثال په توګه که يو كس ډېر غوسه او عصباني کېږي او غواړي د دوستانو له ډلې کوم دوست ووژني، نو د مغز دا برخه، نوموړى کس د دې عمل له ترسره کولو څخه ژغوري او د هغه د غلط کار د مخنيوي سبب ګرځي.

په هر حال، لكه څنګه چې يو انسان پخپلو كړنو او بدن پوره واک لري، همدارنګه كولاى شي پخپلو ماغزو هم واک ولري، هر څه چې ويني يا اوري نوتر ډېره وخته حتى تر مرګه پورې په ياد وساتي او هر وخت له خپل عقل څخه تر ډېره بريده ګټه پورته کړي.