څرنګه کولاى شو خپل ماغزه تقويه؟

 

موږ په ډېره اغېزمنه توګه خپل ماغزه تقويه كولاى شو، مانا دا چې د فوق العاده ماغزو لرونكي شو.

موږ پخپلو مغزو كې د ميلانين په نامه يوه غوړينه ماده لرو، كه زموږ ماغزه نوموړې ماده پخپل جوړښت کې ونه لري، هېڅ ډول فعاليت نه شي ترسره کولاى.موږ نه شو کولای چې د دوه يا درې كلنۍ کړه وړه په يادولرو ځكه چې د ميلانين ماده له درې كلنۍ څخه تر څلور كلنۍ پورې تكميلېږي، وروسته له دې چې دا ماده د مغزو پر مخ بشپړه شي ماشوم په دې توانېږي، چې خپل ورځني کړه وړه خپلې حافظې ته وسپاري او د عمر ترپايه پورې يې له ځانه سره وساتي.

كه نوموړې ماده د مغزو په جوړښت کې په کمه کچه او يا هم په زياته کچه وجود ولري دا نو د هوښياري او زكاوت په کچه نېغ په نېغه اغېز کوي. دا چې څنګه او له كومو لارو كولاى شو د خپلې هوښيارۍ او زكاوت اندازه لوړه كړو؟ په دې اړه ارواپوهان همغږي دي او وايي چې هر څوک يوازې له يوې لارې کولاى شي د خپلې هوښيارۍ او زكاوت كچه لوړه کړي. او هغه داده چې انسان بايد يوازې له اسانه او ساده كارونو سره ځان بوخت نه کړي، بلكې كوښښ وكړي چې د ژوند په اوږدو کې له سختو او ستونزمنو كارونو سره سروكار ولري او د هغوى د تر سره كولو لپاره هر ډول کوښښ او تکليف ته غاړه کېږدي.

 

 

 

كه د كتابونو له لوستلو سره مو مينه وي، داسې كتابونه د لوست لپاره انتخاب كړئ، چې لوستل او مفهوم اخيستل ترې درته ستونزمن تمامېږي، مانا دا چې هغه كارونه ترسره كړئ، چې د عامو وګړو په نظر ستړي كوونكي كارونه بلل کېږي، ډاډه اوسئ چې دا كار ستاسو د مغزو د تقويه كولو لپاره ډېر ګټور او په زړه پورې تمامېږي او ستاسو مغزو ته د خورا ډېر فعاليت وړتيا ورکوي.

پروفيسر (روبرت وودورت) له ډېرې مطالعې او تحقيق وروسته وايي: کوم خلك چې سخت دماغي كارونه ترسره كوي ډاډه دې وي، چې دوى د عادي وګړو په پرتله د هوش او زكاوت له مخې، دوه په دريو كې خپل ماغزه تقويه كړي دي.