د هوښ او هوښيارۍ مسئله ډېری خلك بې زكاوته او دعوامو په اصطلاح هسې كدوان دي. ځينې خلک داسې وايي، چې د چا سر غټ وي هغه ډېر هوښيار وي، خواوسنی علم دا بې ځايه خبرې نه مني ځكه چې د ډېرو غټو سرونو لرونکي ځينې خلك احمق او ساده ليدل شوي دي. ولې ځينې خلك كم زكاوته او كم عقله دي؟ د دې كم عقلي لوى سبب د مغزو په لوري د ويني نامنظم جريان دى، هغه اندازه وينه چې مغزو ته بايد ورسېږي په پوره پېمانه نه رسېږي، ځکه نودغه كسان په دماغي وروسته والي Mental) Retardation (اخته کېږي. کوم كسان چې ډېر پوه او هوښياردي هغوى په خپل جوړښـت كې كومه ستره ځانګړتيا نه لري، کله کله بيا ځينې پوه كسان او عالمان كمزوري حافظه او ياداښت لري، تر دې چې د بېګاه ډوډۍ او د لږې شېبې وړاندې خبرې يې هم له ياده وځي، له ډېرو داسې كسانو څخه لکه څنګه، چې توقع کېږي د دوى ياداښت په ښه توګه كار نه كوي او ماغزه يې ډېر حوادث يې په ځان كې نه شي نغاړلى. تر مرګه پورې كولاى شئ چې ياد كړئ. ډېرى خلك دا باور لري، چې هغه انسان چې د خپل عمر ډېره برخه تېره کړي، نو بيا نه شي كولاى څه زده كړي، په تېره بيا په بشپړ ډول د نويو شيانو د زده کولو وړتيا له لاسه ورکوي. حال دا چې دا فكر بېخي غلط، له منطق او دليل څخه لرې دى.د مغزو تشکيلوونکي حجرات د انسان د پېدايښت له ورځې څخه نيولې بيا ترمرګه پورې په يو ډول فعاليت کوي او هېڅکله هم له کاره نه لوېږي. كه څه هم د ډېرعمر په تېرېدو سره په كمه كچه د مغزو حجرات تخريب او له منځه ځي، چې د مغزو په فعاليت هېڅ اغېز نه لري. د تخريب شويو حجرو پر ځاى هېڅکله هم، نوي حجرې نه جوړېږي. که چېرته کوم كس په رواني ناروغۍ اخته شي او په ښه توګه يې درملنه ونه شي، د وخت په تېرېدو سره به يې د مغزو نور حجرات هم تخريب شي او دغه کس به په بشپړ لېونتوب اخته شي. خو دلته يوه پوښتنه راپورته کېږي چې څه وجه ده، چې د ډېر عمر لرونکې كسان نه شي كولاى د ځوانانو په څېر خپلې كړنې په ياد وساتي او هرڅه يې ژر هېرېږي؟ د دې ځواب ډېر اسانه او ساده دى، هغه دا چې زړو کسانو د بدن ډېره انرژي له لاسه وركړې وي او جسماًً كمزوري وي، د وينې جريان نه شي كولاى په مناسبه توګه لكه څنګه چې لازمه ده مغزو ته وينه (اكسيجن) ورسوي، له دې امله د ډېر عمر لرونکو انسانانو د مغزو حجرات د يو ډول غليظې مايع په وسيله ډك شوي وي، كه چېرته د ډېر عمر لرونکي وګړي د ځوانانو په څېر ورځني كارونه په ښه توګه ترسره کړي، د هغوى ماغزه به تل د ځوانۍ د عمر په څېر په منظمه توګه فعاليت كوي. دغه کسان به هېڅکله هم د يو شي د هيرېدلو، د خپل ياداښت د کمزورۍ او يا د روحي او دماغي ستړيا او ناروغۍ څخه شكايت ونه کړي. بايد په دې پوه شوو هغه ښځې او نارينه چې د ۹۰-۸۵كالو په عمر كولاى شي د ۸- ۱۰کالو ماشومانو په شان درس ووايي او د يوه ۲۲-۲۰ کلن ځوان په څېر په پوهنتون كې داخله واخلي، مطلب دا چې كولاى شي د ځوانۍ د عمر په څېر له خپل عمر او مغزو څخه كار واخلي. هغه د ډېرعمرلرونکې كسان، چې وايي زموږ د كار دوران پاى ته رسېدلى دی په حقيقت سترګې پټوي، هغه هم په ډېره مسخره امېزه توګه، ځکه چې د انسان ماغزه تر مرګه پورې كار كوي. كه موږ زر كاله ژوند ولرو نو زموږ ماغزه به بې له کوم توپېره خپله دنده ترسره كوي. ځکه خو د اسلام سترلارښود حضرت محمدصلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: له زانګو څخه تر ګوره پورې علم زده کړئ.