افغانستان د ټول ملت شریک کور دی هر څوک په دغه ملت کې برابر حق لري . ضرور نه ده چې د خپلې څوکۍ او موقف دساتلو لپاره د عامو خلکو او مجبورو ځوانانو له مجبوریته ګټه واخیستل شي .
جهاد یوه الهي فریضه ده چې د افغانستان له څارویو پیل تر زړو ځوانانو سپینږیرو او ښځو هم برخه اخیستې دغه سپیڅلی جهاد چې دشوروي سرو قواوو په وړاندې ترسره شو نیت پکې ثواب وو او دخپلې خاورې نجات وو که څوک شهید شو الله ج به ورته امتیاز ورکړی وي او هغه چې غازي دی هغوۍ هم دالله ج حضور ته روان دي او قیامت کې به دیوې زرې په اندازه حساب ورکول کیږي ، نو اړینه نه ده چې دلته ملت ته ووایي چې زما دجهاد امتیاز راکړۍ ځمکې راکړۍ کورونه بلډنګونه راکړئ بچیانو ته سفرونه او برسونه راکړۍ او په حکومت کې ټول واک هم ماته هم زما راتلونکي نسل ته راکړئ زه به وزیر یم بچی مې دې والي وي او لمسې قوماندان ، افغانستان د ټول ملت ګډ کور دی هر څوک حق لري ، چې په هېواد کې یې د وړتیا له مخې حق ترلاسه کړي .
د بلخ لپاره د جمعیت ګوند بل غړی انجینر محمد داوود په خپله د بلخ ولایت او د اسلامي جمعیت ګوند غړی دی.نوموړي خپلې لومړنۍ زده‌کړې په بلخ کې کړي او له هغې وروسته یې د تیلو او ګازو د استخراج په برخه کې، په انګلستان کې لوړې زده‌کړې کړې دي. د بلخ نوي والي د کانونو او پترولیم وزارت د مامور او د بلخ ولایت د امنیت امر په توګه دندې ترسره کړي او له هغې وړاندې یې په شمالي ولایتونو کې د پخوانیو مجاهدینو د پوځي پوهنې او روزنې مسؤلیت په غاړه درلود.د ولسمشر له لوري ټاکل شوی دی حرص دې هم دې حد ته نه رسیږي چې خپل دصف ملګري دې هم قبول نه کړي ځکه ددوۍ شخصي ګټې کمیږي که پیسې وي واک وي مزې وي همدومره به بس وي فکر کوم نور نه ضرور نه ده چې تل دې د افغانستان واک څو محدودو خلکو په واک کې وي .
که اوس دقیق وڅېړل شي نو څرګنده ده چې په افغانستان کې له ټولو ګوندونو دجمعیت برخه زیاته ده ، نو جمعیت ته پکار نه ده چې دیوه والي دلری کولو پرسر غبرګون وښئ او خپلې ټولې لاسته راوړنې هېرې کړي .
سیاسیون چې کوم ګواښونه کوي او خلک ګواښي او ویره اچوي نو ممکنه نه ده چې دغه وېره یې ځای ونیسي حکومت قوي دی او چې هر ډول قانوني تصمیم ونیسي هیڅوک یې مخه نشي نیولی او نه هم دحکومت د واک لاندې ستونزه رامنځته کولای شي .
ملي ځواکونه د ملت ځواکونه دي او کولای شي چې دغه ځواکونه هر غلیم ته غاښ ماتوونکی ځواب ووایي د حکومت دحاکمیت اودقانون په وړاندې درېدل په دې معنی دی چې حکومت نه مني او قانون ته غاړه نه ږدي نو حکومت دقانون له مخې اړ دی چې هر ډول تند غبرګون وښئ .
هیڅ دولتی مامور او امنیتي کارکوونکی ګوندي کېدای نشي او نه هم حق لري چې د حکومت په وړاندې ودریږي ځکه دولتی مامور مکلف دی چې دحکومت ټول اوامر ومني او د تطبیق لپاره یې ګام واخلي .
حکومت اړ دی چې له ولس سره کړې ژمنې پوره کړي په دې ژمنو کې ملک الطوایفي له منځه وړل یې هم دنده ده . که چیرته حکومت همداسې چوپ پاتې شي نو راتلونکي کې به هر څوک هڅه کوي چې دخپلې څوکۍ دبقا لپاره دخلکو له احساساتو کار واخلي او ولس به له یاده وویستل شي او په راتلونکي کې به د مرکزي حکومت اثرات له منځه لاړشي .
ملت د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې له حکومت سره ولاړ دی نو د استاد عطامحمد لرې کېدل او یا ساتل دحکومت او خلکو لپاره سنجول شوي دي نو ولس هم له حکومته غواړي چې د اصلاحاتو په راوستو کې دې پخپلو کړو ژمنو ودریږي .حکومت مکلف دی چې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره باید اصلاحات راولي دغه اصلاحات بیا په ملي کچه ترسره کیږي چې څنګه او دچا په ګمارلو اولرې کولو ممکنه ده .نو ملت مسوول دی چې د افغانستان دنجات لپاره په ګډه کار وکړي . د زورواکو له لوري اچول شوې ویره زوروره فکر ونه کړي دا دسیاسي خلکو او سیاسي فعالینو دکړنو برخه ده چې خلکو ته په زړونو کې وېره او وحشت اچوي څو فکر وکړي چې دده شتون اړین دی .ولسمشر د خپلو خلکو په اړتيا وو او ستونزو ښه پوهيږي او له ډيرې مودې را هيسې د ستو نزو د ليرې کولو په برخه کې کار کوي .د افغانستان د پر مختگ او ټيکاو لپاره يوه او بل ته لاسونه سره ورکول پکار دي چې څنګه کولای شو دغه یرغمل شوی ولس چې د څو ټوپک واکو په واک کې دی وژوغورل شي .
د هېواد اساسي قانون ټولو ګوندونو او سیاسيونو ته دفعالیت حق ورکړی هرڅوک کولای شي دومره قوي فعالیت وکړي چې حتی ولسمشر شي نو اړینه ده چې هرسیاسي فعالیت باید دقانون په چوکاټ کې وي او قانون تر هیچا ټیټ نه دی نشي کولای دقانون پرخلاف پورته شي .
نه یواځې استاد عطامحمد نور بلکه ګڼ نور تلپاتې او ناکام مامورین چې له مودو راهیسې یې ملت یرغمل کړی دی په مصیبتونو یې اړولی په خپلو کې یې په ډول ډول ستونزو اخته کړي قومونو په وړاندې یې دپرمختګ ستونزې را ولاړې کړي مخه ونیول شي .
قومي ټیکدارانو مخه ونیول شي .
د نور استعفی د یوه واحد دولت او حکومت یوه عادي کړنه ده چې دخلکو لپاره دښه خدمت کولو حق چاته او څنګه ورکړل شي هدف ملت ته خدمت کول دي څنکه کېدای شي دخلکو او ځوانانو دژوند په برخه کې پرمختګ رامنځته شي او له څلویښت کلنې جګړې وروسته د ارام ساه واخلي .
دغه تغیر به دنورو قوي او علمي خلکو لپاره دفرصتونو یوه برخه وي او دغه برخه کولای شي چې د ملت دهوساینې لپاره زیری ولري .
نه یواځې عطامحمد نور تاجک دی او نه هم یواځې دوستم ازبک نه یواځې محقق هزاره دی نه یواځې حکمتیار پښتون ، په افغانستان کې ورونو قومونو کې ګڼ کدرونه او په هېواد مین اشخاص شته چې ددې ملت لپاره خدمت کول یې ارمان دی او دغه ارمان ته درسیدو لپاره شپه ورځ کار کوي او هڅه کوي چې څنګه یې ملت په ارامه ژوند وکړي .