تیږه شم ستا د نظر د سمندر تل ته لویږم
لکه نیمګړی ژوند لحظه لحظه اجل ته لویږم
ته لکه شمع زما د خوب تیارې روښانه ساتي
زه نا خبره د بورا په شان اور بل ته لویږم
اوس بې اختیاره په هر ښکلي پسي ځان وژنمه
لکه پښتون له یوه لاسه بیا دا بل ته لویږم
ستا د غرڅه په شانې سترګې د زمري ښکار کوي
که هر څو تښتم ستا د سترګو شنه ځنګل ته لویږم
ځلانده ستوری شم د شپي په غیږ کې پاتې شمه
چې شپه خوره شي زه د یار د زلفو ول ته لویږم