هره سلګي يې له ما واخیسته حساب غواړي
قاتل چاړه په لاس ولاړ له ما ثواب غواړي
ستا ترهګر باڼه مې نه پریږدي د زړه قرار ته
کابل د زړه رانه کنډر ، کنډر خراب غواړي
پردي ټوپک او دا غلبیل ، غلبیل سینه د وطن
جانانه بس دا جوړول نور په کتاب غواړي
په مونږ يې ټکه د اسمانه رابللي ده بیا
خپله باران کې له پی مخو نه شراب غواړي
چې هر کوکنار ته سره ګلاب غاړه غړي ورشي
وطن ځلانده داسي ښکلي انقلاب غواړي