که سر مې ښکته کړم له تیګې به صنم جوړ شي

ستا له اقراره به جانانه زما قسم جوړ شي

زه د سیلا ب په شاني لاره جوړولایشم خو

کاش چې جانانه په دې لاره ستا قدم جوړشي

څومره په زغرده  ګله  وايې چې پروا مې نشته

له تانه وروسته به کو م بل چا نه شبنم جوړ شي

زه ستا په مینه کې د خدای په نامه زهر څکمه

ګوندي ستا مینه کې له زهرو نه زم زم جوړ شي

ځمکه ، اسمان ، ستورې ،سپوږمي او لمر خوټول ستا دي

اوس په هر څه کې یاره  ستا انځور منم جوړ شي

د یار خفګان راته ځلانده  د یار ناز ښکاري

ستا له دي  نازه به اشنا د عمر غم جوړشي