شیبه لکه شبنم چیري د ګل په غیږ کې پروت واي

یا ګل لکه د ښکلو د کاکل په غیږ کې پورت واي

کاش وړانګي يې د حسن له هرچا ما پټولي

پلو د یار دمخ واي د  اوربل په غیږ کې پروت وای

باګرام د ښکلا ګانو مې ولکه کې تل ساتلاي

تیمور د کندهار واي د کابل په غیږ کې پروت واي

ویشتلي د یار سترګو واي د غشو په بڼو تل

پرهر لکه زړګي واي د ګوګل په غیږ کې پروت وای

ځلانده که خواږه  مې د وصال  په نصیب نشته

لمبه واي لکه شمعه د محفل په غیږ کې پروت وای