د انتظار شمعې به مړې کړم که جانان مې راشي

ډیوې د سترګو به ویدي کړم که جانان مې راشي

ته څه خبر يې چې په مات زړګي مې څه تیریږي

هیري به ټولي حادثې کړم که جانان مې راشي

ستا د توبې ولچک به مات کړم د زړګی له لاسو

خمار ته جوړي به بهانې کړم که جانان مې راشي

څو بدرګه پیغلي د اوښکو تل ستا لاره څاري

 ډیرې به نوري میلمنې کړم که جانان مې راشي

خیرکه هنداره د جانان سینګار ته ماته نشوه

زه به دا زړه ورته ټوټې کړم که جانان مې راشي

ځلانده ته که بکارت اوس د سندرو ساتي

زه به په مخ زلفي خوري کړم که جانان مې راشي