سترګو چې له سترګو بوسه واخیسته

زړه  ترې په ګوګل کې لمبه واخیسته

 

زه چې ستا د مینې څپۍ  واخیستم

ساحل  له  سمندره  څپه  واخیسته

 

ستا په  زړه  که  بار اسویلې غږ لري

ما هم له شپیلیه  کوڅه  واخیسته

 

خپله مې ټوپک ورور ته په لاس ورکړ

خپله مې له ورور سیپاره  واخیسته

 

خلکو که اختر  لمانځه ښارونو کې

مو نږه  د ( اختر ) جنازه  واخیسته

 

زړه  يې  چې  دزړه  په بدل  درکړلو

ښکلی  درنه  ښکلي  بدله واخیسته

 

ځلانده  ژوند دې ټول مساپرو  وخوړ

څه  دې نو له ژونده  مزه  واخیسته