زړه را نه جانان لکه ګلونه غیږ کې ونیسي
خیال لکه هنداره تصویرونه غیږ کې ونیسي
شپه د یار د زلفو مې په مخ باندي خوره کړله
زړه را نه د وړانګو کتابونه غیږ کې ونیسي
تش زړه لکه تش منګي به ډک شي ستا په شنه خندا
کله خو به ښکلي ګودرونه غیږ کې ونیسي
څنګه له دې اوره اوس د زړه لمن را غونډه کړم
اور دا ستا د غیږ مې ګریوانونه غیږ کې ونیسي
هله به ځلاند بیا د سرو شونډو غیږ کې ګورمه
کله که پیزوان په شان اورونه غیږي کې ونیسي