چې ته يې نو خود به  زه یمه جانانه

ستا ترخوا خو زه هر څه یمه جانانه

بې له میني په دې ژوند کې نور څه نشته

بې له تا ژوند کې پیکه یمه جانانه

د ګور ګورو او مماڼو څخه جوړه

د ځنګله په څیر غرڅه یمه جانانه

ستا ددوه سترګو د تورو په بهانه تل

له هرڅه نه ښه رانجه یمه جانانه

ژوند هغه شیبه چې ستا په خوا کې ناست وم

ستا بیلتون کې شمار په مړه یمه جانانه

د ښکلا انځور دې  زړه کې څنګه ځاي کړم

د هنداري په څیر نه یمه جانانه

د ځلاند  اوږدي سلګي په خوله راغلي

چیرته نه چې ستا په زړه یمه جانانه