خپله مو د ژوند څو لمحې خرڅي کړي
خیر که نن څو اوښکې هغې خر څي کړي
پریوتم د ښکلو په بازار کې نن
هلته مو نن ټولي سیکې خرڅي کړي
مونږ لکه د غم په بڼو بار اوښکې
ګریوان مو وار په وار قافلي خرڅي کړي
چم کې بیا د چا خوښې په کار شوله
مونږه بیا د ژوند څو شیبې خرڅې کړي
ګرځو چې تیارو کې سرګردانه تل
لاس کې مو دا خپلي ډیوي خرڅي کړي
ځلاند د زړه د درد په بیه ورغي
ساقي پري د شنو میو پیالي خرڅې کړي
08.10.2010
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
چې ته يې نو خود به زه یمه جانانه
ستا ترخوا خو زه هر څه یمه جانانه
بې له میني په دې ژوند کې نور څه نشته
بې له تا ژوند کې پیکه یمه جانانه
د ګور ګورو او مماڼو څخه جوړه
د ځنګله په څیر غرڅه یمه جانانه
ستا ددوه سترګو د تورو په بهانه تل
له هرڅه نه ښه رانجه یمه جانانه
ژوند هغه شیبه چې ستا په خوا کې ناست وم
ستا بیلتون کې شمار په مړه یمه جانانه
د ښکلا انځور دې زړه کې څنګه ځاي کړم
د هنداري په څیر نه یمه ج...
21.11.2010
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
ځلاند
۲۰/۱۱/۲۰۱۰
دافغانستان له ناورینه ډک تاریخ داسي یوې مرحلي ته رسیدلي دي چې د ملت جوړونې زیرکي او عملي پروسي ته په کې له هربل وخته ډیره اړتیا ده ، که دا کار په سمه توګه ترسره نه شي، ویره شته چې د افغانانو د دملي بشپړتیا د پاره ډیرې ستونزي راولاړي شی، په دا ورستیو کې د امریکايې دیبلومات رابرټ بلک ويل (Robert Blackwell) چې په هند کې د متحده ایالاتو سفیر پاتي شوي دافغانستان د خاوري دویش په هکله نظر بابیزه ګڼل به بې ځایه وي . د افغانستان د لانجې په حل کې د ناټ...