مونږ لکه شمع پردي اور پخپله ژبه کې وړو

خپله تیاره کې سوزوو نور پخپله ژبه کې وړو


ځانته بلا وهلي نورو ته د کار خلک یوو

د ورځي څو ځلي پیغور پخپله ژبه کې وړو


د آزادي په بیه تیر له خپله سر و مال یوو

د هر دښمن د ماتي زور پخپله ژبه کې وړو


د ګودر لار ښکلو ته نه نیسو بس غلي ګرځو

لکه منګی په زړه کې شور پخپله ژبه کې وړو


اغیاره نور دې له لستونڼې ماران وغورځوه

مونږ سل کلن د بدي پور پخپله ژبه کې وړو


ځلانده مینه کې پروا بیا د هــــــچا نلــرو

د یار د ښکلو سترګو تور پخپله ژبه کې وړو