غزل
زما د میني د ارمان خوب به ریښتیا شي کنه
زه د جانان ، جانان به زما غیږي ته را شي کنه
جرګه د وړانګو مې دربار ته ورلیږلي ده نن
زما د خیال د اسمان لمر به نن پخلا شي کنه
زمونږ معصوم زړونه دا ښکلي دوزخي کړي خدایه
جوړه فتنه ورته د ښکلو له ښکلا شي کنه
زمونږ د وطن له هر سپرلي سره جوړه وي خزان
يو څو دا خپل يو څو پردي ورته بلا شي کنه
د سر سړي را نه پردي په توره شپه وریبي
په رڼا ورځ کې مو هر نه سړی پاچا شي کنه
په مخ د یار د تورو زلفو شپي څه داسي وايې
ځلانده ستوری د سپوږمۍ غیږ کې پیدا شي کنه