ډالۍ !  خپل ګران مرحوم ورور نیکیار ته

زما د زړه زما دمیني پیغمبر خفه شو

زما جومات، زما محراب زما منبر خفه شو

اوس به د ستړي عمر ستړي کیسې چاته کوم

زه یې تنها پریښودم لاړو دزړه سر خفه شو

د ژوند تیارو سره په جنګ وم د سهار په هیله

تیارې شوي پاتې رانه لاړو روڼ سحر خفه شو

دژوندانه پیټي به څنګه تر منزله وړمه

منزل مي ورک کړو چې دلاري همسفر خفه شو

خیالي دنیا مې ستا د تګ ګردونو ورانه کړله

ارته دنیا شوه په ما تنګه چې دلبر خفه شو

زما دژوند هر مازیګر وي ستا په وینو کې سور

چنار ځوانې دې شوله خاوري هم ګودر خفه شو

دځلاند هره ورځ اختر وه خوشالي وه پکې

اوس چې ته نه يې خوښې لاړه هم اختر خفه شو