خلک چې وده شي او پخه شي شپه

خیال د یار سپرلي شي تکه شنه شي شپه

ټال د یار د زلفو ځانته جوړ کړي زړه

لور په لور ټالي وهي نشه شي شپه

پر یوځې په بستر د زړګي خیال د یار

اوښکه شي روانه شي لمده شي شپه

ودریږي کتار کې د رندانو شیخ

حوري شي غلمان شي میکده شي شپه

وګنډي شلیدلي ګریوان یار ته خپل

پیغله شي سندره شي ټپه شي شپه

جوړ د یار د فکر دربار ځانته کړم

غم د یار پا چا شي ملکه شي شپه

اوربل کړي ځلانده یار په شونډو خپل

سر تر پایه وسوځي لمبه شي شپه