کمېشن کار

طنــز

 زموږ په و طن كې د هرچا خپل خپل بازاروي ، نن سبا د كميشن كارانو بازار ډېر ګرم دى، كه غواړئ د خپل هېواد تذكره كومه چې د هرافغان تبعه قانوني حق دى،  ترلاسه كړئ نو بايد په هفتو او ميا شتو د مامور صاحبانو اومديرصاحبانو د دروازې  ترمخې ودرېږئ، د هركس ناكس ستغې سپورې واورئ ترڅوتذكره په لاس درشي،دا يې ښه لاره ورته جوړه كړې،  ځكه بايد ددې ټولوكړو وړو لپاره ښه اماده شي.

 يوځل چې دې د افغانستان تذكره ترلاسه كړه،  نو بايد دا ټولې  لارې  چارې هم زده كړې،  ترڅو ددې جوګه شې چې پخپل ګران هېواد كې ژوند وكړې، كنه نو د بهر وتلولاره دې چا نه ده نيولې .
هوكې!  كه د تذكرې  ډېر وږى اوتږى يې،  نو اسانه لاره يې داده چې ځانته کمېشن  كار پيداكړې،  څوك چې د مياشتوكارونه په هفتو ، د هفتو په ورځو او دورځو په ساعتونوكې خلاصولى شي. .له ګمرك او پاسپورټ رياستونو دې خداى مه خبروه، هلته خو د كمېشن كار دبدبه له  وزيرانواو رئيسانوڅخه  ډېره  لوړه ده.

.څه به دې سر درخوږوم، د سركار هرې  دروازې   پورې  دې كاربندېږي بايد له  اړونده كمېشن كا رصاحب سره لاره چاره لادمخه جوړه كړي اوكنه نو د غږاورېدلو به دې  هېڅوک  پيدانشي.  زه چې كله كله پورته ذكرشويو دفترونو ترمخ  د كمېشن كارانوبازارګورم،  نو جواز خان كمېشن كار راته تر سترګوودرېږي.

نوي مهاجر شوي وو له خپلوګاونډ يانو هم وېرېدو، د مېلمه له لاسه مو جومات ته تګ پرېښى و، اخر د غلو ا و ډاكوانو اوازې  تر كوڅو او د كورونو تر دروازو  پورې  راورسېدلې.  د .معلم صاحب جميل په مشوره مې  له هغه سره يوځاى د درې په لوري مخه كړه.

  كله چې درې ته ورسېدو ، د جلال اسلحه خرڅلاو دوكان سره مو ددوه ماشينونو د رانيولو خبره جوړه كړه. معلم صاحب راته وويل چې اوس مو كار وكړ، دمشرانو متل خو بې ځايه نه دى،   هغوى  ويلي دي سلاح كه بار ده هم په كار ده.  

.زه هم خوښ شوم چې اوس خوبه ورځ په ارامه خوب كوو كه څه هم د شپې مو پهرداري په نصيب شوه.
له دوكانه چې راووتومعلم صاحب راته په ورو وويل:

_  :ماشينې مو ښې واخيستې، اوس به يې ترمانسهرې څنګه رسوو؟

زه ددې خبرې په  اورېدو سره وارخطاشوم،  چې ريښتيا اوس به دا د لارې  له سپو څخه څنګه تر مانسهرې  پورې  رسوو؟ كه  له سلاح سره د پوليس په لاس ورغلو، نو څرمنې به رانه وباسي.  بيا د پردي وطن پوليس!!.په دې فكركې ول،  چې جلال له دوكانه راووت.


جلال:څنګه لكه چې د ماشينګنو د وړولو په فكركې شوې.

معلم صاحب: والله كه يې  موږ تر مانسهره  پورې  د رسوولوتوان ځان كې وينو، په اخستلويې پښيمانه كړو.


جلال :د وړلو يې څه فكركوئ،  دا زموږ كمېشن كاران دڅه لپاره دي.

جلال په خپل شاګرد غږ وكړ:  ژركوه هلكه جواز خان راوغواړه .

جوازخان دپورته منزل له  کوټې  څخه راښكته شو، سم شى و،  څنګه يې چې نوم جوازخان و،  هغسې يې ځان ته په غټوالي كې پوره جواز وركړى و ، د ډېر كش و گير وروسته  كله چې جلال په جوازخان غږوكړ،  چې ځه دا پېنځه سوه  روپۍ زما  لپاره پرېږده،   نوايله په پنځه زره روپۍ يې راسره تركوره د دواړو ماشينګنو درسوولو ژمنه وكړه. له بيزونه په ځنځير ډېرې  لاړې ځكه چې دواړه ماشينونه مو په  شپاړس زره اخيستي ول ،اوس يې  يواځې  تركوره د رسولو  لپاره  پېنځه زره روپۍ غواړي

جلال ماشينونه راڅخه واخيستل،  په ټينګار يې وويل چې د درې كړايي  درباندې  خورم،  معلم صاحب ته مې وكتل،  د هغه سترګې له لوږې په مخ كې خښې شوې وې، ما هم ورسره ښه كړه ، دسړك بلې غاړې ته دكړايي دوكان ته ننوتلو، دجواز پوښتنه مو ترې  وكړه چې هغه خو ډوډۍ ته رانغى .

جلال وويل:  هغه به ماشينونه ستاسو له رسېدو  مخکې  ستاسوتركوره رسوي ،كېداى شي حركت يې كړى وى.

 موږ ورته  خوشحاله  شوچې داخولاښه ده،دډوډي دخوراك څخه وروسته معلم صاحب موټر ته کېناست  او خپله زړه يو سيټه پيك اپ موټر كوم،  چې د مزدورۍ  لپاره  اخيستى و، په اکسلېټر يې پښه ورخښه كړه.  د څلورو ساعتولاره يې له خوشحالۍ  په درېوساعتونوكې ووهله ، په كور كې مو پوښتنه وكړه،  چې څوك خو راغلي نه وو، هغوى  بې خبري وښوده.

 موږ فكروكړ  چې كيداى شي په لږ وخت كې به راورسېږي ، خوساعت تېرشو  د چاحال احوال معلوم نشو، معلم صاحب ته مې په تشويش وويل:

_  خداې دې خيركړي.  څه ورته پېښه شوې نه وي او يا  داسې  نه چې ماشينونه د لادرکې  په ناروغۍ اخته شي.

 په دې كې معلم صاحب د جلال د دوكان كارت راوخېست، له نېكه مرغه يې د ټليفون  شمېره پرې  ليكلې وه ، ژريې  ټليفون  ور پورته كړ،  جلال ته يې زنګ وواهه:

_ معلم صاحب: جلاله ، معلم غږېږم ، هغه ستاسو كمېشن كار خو رامعلوم نشو، نه پوهېږم  چې څه ورته پيښه شوې ده.

جلال : هېڅ  پيښه نه ده ،دادى ورسره وغږېږه.
معلم صاحب: و هلكه تا خو ويل چې ستاسو له رسېدلو څخه  مخکې  به  ماشينونه  زموږ تركوره  پورې  رسېدلي وي، ته خو لاپه  دره كې ناست يې؟

جوازخان:  ډېره  بښنه غواړم چې ستاسوله رسېدلوڅخه  مخکې  ونشواى رسېدلى.

معلم يې د خبرې په خېټه پښه وركېښودله:

معلم صاحب:تاخو ويل چې په ذمه وارۍ دررسوم، دا خوسمه  معامله نه ده؟

جوازخان:  ستاسو ماشينونه په كورپه كار دي او ما  ستاسوتركوره درسولي دي

معلم صاحب:كومه دي دلته خو هېڅ  نشته ؟

جوازخان:ته خوما ترداده  پورې پرېږده ، ټوپكونه ، ښه ده د راته ووايه چې موټر مو چېرته  درولى دى؟

معلم صاحب: دادى په كوركې مي ولاړدى.

جوازخان:نوبيا ولې وايې چې  هېڅ  هم نشته.

معلم صاحب: جوازخانه دا د ټوكوخبرې نه دي ،  موږ  درته ددې كار پوره پېځه زره روپۍ دركړي اوته مسخرې كوې.

جوازخان:ښه نو سمه ده ، لږ دې سرښكته كړه،  د موټر لاندې  وګوره ، ستادواړه ټوپكونه د موټر لاندې  محفوظ تړل شوي ، در خلاص يې كړه نور نو زما د سر ماغزه مه خوره.

د ټيلفون غږبند شو، معلم صاحب سر د موټر لاندې  ښكته كړو اوپه بكوبكو سترګو يې ماته وكتل .