هغه د مسجد او د ممبر خبري څه شوی
توره شپه خوره ده دي سحر خبري څه شوی
ملاصاحب خطبه کي دي سياست کوي خبري
هغه دي الله او پيغمبر خبري څه شوی
ذاهد هم رياکارشوچي په مکر کړي خبري
داامر بالمعروف ونهي عن المنکر خبري څه شوی
وبا د جهالت ده ګډه شوي زموږ په کلي
نشته علم نشته دي هنرخبري څه شوی
ورور چي ظلم وکړي سزاخورته ورکړل کيږي
څه شوۍ دي غيرت او دټبر خبري څه شوی
څومره بےوسي ده چي په خپل کور کي مهاجرشوم
يؤ والي داکابل او پيښور خبري څه شوی
پرون چي مي د پيغلو حالت وليد ژړا راغله
هغه د منګي او د ګودر خبري څه شوی
سيدشاه نن خريدار دتورو سترګو شنو خالوشو
هغه دجهاداو دسنګر خبري څه شوی
سيدشاه خروټئ-لندن
26.11.2009
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
کمېشن کار
طنــز
زموږ په و طن كې د هرچا خپل خپل بازاروي ، نن سبا د كميشن كارانو بازار ډېر ګرم دى، كه غواړئ د خپل هېواد تذكره كومه چې د هرافغان تبعه قانوني حق دى، ترلاسه كړئ نو بايد په هفتو او ميا شتو د مامور صاحبانو اومديرصاحبانو د دروازې ترمخې ودرېږئ، د هركس ناكس ستغې سپورې واورئ ترڅوتذكره په لاس درشي،دا يې ښه لاره ورته جوړه كړې، ځكه...
19.03.2010
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
راليږونکی : نيازالله اصيل ځاځى ( پكتيا ) ټليفونشميره: 0796009211--0708198253 برېښناليکپته: niazullah_aseel@yahoo.com سرليک: لنډه كيسه ( افغان يتيم بچى په اختركې ) نېټه: 18.03.2010 13:32
افغان يتيم بچى په اختركې داخترلمړۍ ورځ وه ، دشهيد شين ګل ميرمن او دهغه زړه مورپه داسې حال كې چې خپل كوچنى يتيم لمسي يې له لاسه نيولې وپه ډير ستړى او نا توانه حالت يې دخپل شهيد شوي ځوانيمرګ زوى شين ګل قبرخواته ګامونه پورته كول ، دكلي وړو نجونو...