دحمره بابا د مطلع په طرحه ليکل شوي !

" نن چې اشنا راته ياديږي د اختر مخه ده
زړه ته د ډيرو حوادثو د لښکر مخه ده "

رقيبه دا چې درته غلي شوم د يار په مخکې
کمزوري نه يم کمزورې مې د دلبر مخه ده

مغـلي وار دې وو د سترګو چې دې ښکته کړلي
ستا دلښکرو زما زړه ته د خيبر مخه ده

زما د زړه حباب ستا مينې په هوا کړو اشنا
د بيلتانه سيلۍ يې وژنې د محشر مخه ده

اوس راته مه وايه زاهده چې ګناه ده په کې
ټوله نشه مې د ساقي د يو نظر مخه ده

ښکلې مرغۍ په انتظار د چنار ښاخ کې ناسته
ښکاري ښيرا درته کوي د ماذيګر مخه ده

تا زلفي پورته کړي زه پوه شومه ځلانده ياره
رڼا خوره شوه دا سي ښکاري د سحر مخه ده