غزل

 

د سرو شونډو له کاریزه لپه اوبه را

تږی زړه مې وچ دپوري غره نښتر دی

شوخ نظر دې نیغ له زړه نه پوري وځي

هرباڼه دې د مرګونو سوداګر دی

 

 

 

 

 

 

 

دا بدرنګه توره شپه خو ستا ډالي ده

تا خوړلي زما ورڅ زمانه لمردی

ستا لاسونه زما په وینو باندی سره دي

په ما ویر دي ستا په خونه کې اختر دي

 

ستا  ډیورنډ  زما په زړه  کې  کرښه  راښکله

زما زړګی دی که څه لردی که څه بردی

زما د زړه برخې بس دوه دی درته وایم

نیم کابل نیم مې داپوری خړ خیبردی