د اوښکو ډنډونه

 

جمال اوس دروغتنون يونه بېلېدونکى غړى ګرځيد لى و ، هرچا په روغتون کې د جمال او د پلوشې  د مينې کيسې اورېدلې وې ،کله چې به جمال دروغتون په انګړکې دشين اسمان  لاندې  ، د ځليدونکيو ستورو او د سپوږمۍ په  زړه وړونکې رڼا کې د روغتون نورو پېوزانو ته د خپلې مينې کيسې کولې،  نو د ټولو اورېدو نکيو سترګې به له اوښکو ډکې شوې او هر چا به د باران په  څېر  اوښکې له سترګو ورولې.  په داسې  شپه به ټولو له جمال سره يوځاى سهار داوښکو په شبنم لمانځه .

د روغتون ځانګړى بوى اوس جمال ته د عطرو د بوي په شان زړه وړونکى لږېده اوهغه خونه چې پلوشه پکې بستره وه،  نور نو د جمال  او د پلوشې   دکور له خونې څخه کمه ښکلې نه برېښېده .جمال په خونه کې  د پلوشې  د خوښې ټول شيان ځاى پرځاى کړي ول،   يوې  خواته له ګلانو څخه ډکې ګلدانې ځاى شوې وې اوبل خوا ته  ته يې د کتابونو څخه ډکه المارۍ ځاى پرځاى کړې وه.  دا لا څه چې د پلوشې  له ښکليو جامو څخه

ډکه المارۍ يې هم په دې  خونه کې ايښې وه.

د پلوشې  د بستر کېدو يوه مياشت  تېره  شوې وه،  خو له  تېرو دوو ورځو څخه  داسې  برېښېده چې نور نو د پلوشې  د ژوند د ډيوې تيل په تماميدو و.  ډاکټرانو له ويرې جمال ته څه نه ويل،  خو د  هغوى  تګ راتګ د پلوشې  خونې ته کم شوى و ، يواځې  نرسان به د پلوشې  د ورځينو درملو د اخيستلو  لپاره  وخت ناوخته راتلل.

جمال هم په دې خبره پوه شوى و،  چې د پلوشې  ژوندي  پاتې  کېدل نور ناشوني دي ،له  تېرو وو ورځو  راهيسې  يې په روغتون کې له  هېچا  سره خبرې نه وې کړې او ډېر  خاموشه اوکرار به د روغتون په دهليز کې ګرځېده  ، ډېرى  وخت به په چمن کې د شپې ترناوخته  يواځې  ناست و.

جمال هغه شپه ناوخته د پلوشې  خونې ته ننوت او د پلوشې  دکټ  په  څنډه کېناسته،  په  خيال کې هغه  ورځ تر سترګو  ودرېده   کله  چې  يې  پلوشه  د  لومړي  ځل  لپاره  د پوهنتون  د انګړ مخکې  ليدلې  وه. پلوشه  له موټر څخه  د راکوزېدو په  حال  وه،  چې کتابونه  يې  له  لاسه  ولوېدل  او بيا  ورپسې   داهم  وپرځېده. څنګ  ته ولاړو هلکانو په  خندا کې غږ پرې  وکړ:

_ اوله  ورځ  يې  ده،  بلده  به  شي.

جمال  د سترګو له کونجه  په  برګو ور وکتل. د ولاړو هلکانو له  منځ څخه  چا غږ  پرې   وکړ:  

_ څنګه  لکه  چې  لين  دي  ورسره  جنګولى ډېر ژر ورښکته  شوې. 

جمال  سر ښکته کړ او د پلوشې  ترشا په ورو قدمونو وخوځېده. د پوهنتون  په  د هلېز کې  يې په   پلوشې  پسې   سترګې  وغړولې،  چې د حقوقو د پوهنځي  په  لومړي  ټولګي  ننوته.

 بېرته   راستون  شو او د  دروازې   په  خوله  کې  د هلکانو  په  ولاړې  ډلې غږ وکړ:

_ هغه  څوک  وه  چې  پرما   پسې   يې  له  شا غږونه  او شپېلکي وهل؟.

دلاور ورغبرګه  کړه:  ولې  وهلو ته  دې  ځان  چمتو کړي. دا خبره نه  وه چې  د پوهنتون  مخه  د هلکانو ترمنځ  لويه  شخړه  او جنګ  ونيوله.

پلوشه  چې  سبا د پوهنتون  بس  ته  وخته  او په  جمال  يې  سترګې ولږېدې،   نو ډېره  خپه  شوه،  وږمه  يې  څنګه  ته  ناسته  وه  او له   هغې  څخه  يې  پوښتنه  وکړه  چې  په دې  ځوان  څه  شوي؟.

وږمه:  څوک  جمال  ښيي؟

پلوشه: هو! هغه  چې  پرون  يې  زما  سره  دکتابونو په  غوڼدولو کې مرسته  وکړه.

وږمه: ظالمې ! په  هغه  غريب  دې  پرون  څه  جادو وکړ، ته  پوهېږي چې هغه  ستاله  شا  بېرته   په  هغه  ولاړو کسانو  پسې   راستون  شوى  و  او بيا په  پوهنتون  کې  ډېر لوى  جنګ  وشو،  چې  په  پاى کې  دهغه  لاس مات  شو. خو هغه کسانو ته  يې  هم  داسې  درس  ورکړ چې  بيا به  کله  هم په  چا  پسې   داسې  بدې خبرې  او شپېلکې  ونه  کړي.

پلوشه: داڅه  وايې. دا خو ډېر بد کار شوى.

وږمه: ښه  اوس  پاڅېږه،  چې  پوهنتون  را ورسېده،  ځه  چې  کوزيږو.

پلوشه  چې له  موټره  کوز شوه  لږ ټکنۍ شوه  او په   وږمې   يې غږ وکړ ته  ورځه  زه  له  شا  درځم.

 پلوشې   جمال  ته  سلام  ووايه  او بيا يې  د پرونۍ  پېښې  

په  هکله بښنه  وغوښته.

جمال:  نه  هغه  ستا ګناه  نه  وه، خو هغه  هلکانو..

پلوشه: نه  پوهېږم   څه  را باندې  وشو چې کتابونه  مې  له  لاسه ولوېدل..

په دې کې  جمال  خپل  پوهنځي  د هلېز ته  ورسېده  او له  پلوشې څخه يې  د الله  پاماني  په  ويلو د ټولګي  د دهليز پر لور وخوځېده.  

پلوشې   غږ  پرې   وکړ:  جماله ! زما نوم  پلوشه  ده.

جمال  ورته  په خندا شو او زما نوم... پلوشه هم  ورته  موسکۍ  شوه. هغه  ورځ  وه  چې  د جمال او د  پلوشې   د ژوند تر ټولو ښکلې او خوږې  شيبې  ترې   پيل  شوې.

د جمال  په  سپينه  ږيره  او ښکې  روانې وې  چې  پلوشه  په کټ  کې و خوځېده  او سلګۍ يې  شوې.  جمال  غږ  پرې   وکړ څه  وشو  ګرانې ؟  ته صبر وکړه  زه  ډاکټر ته  غږ کړم.

 پلوشې   د جمال  لاس  په  سينې   پورې   کلک  ونيو او بيا يې  په ژړغوني  غږ و ويل:

. نه! ما   يواځې   مه   پرېږده . زما خواته کېنه.

جمال  ور نژدې  شو.

پلوشه: هغه  شپه  دې  په  ياده  ده  چې  ته   زموږ  کور ته  لکه  غل  په دېواله  راوښتى  وې.؟

جمال  يې  په  سپين  سر لاس  راکېښ  او بيا  يې  په  ټنډه  ښکل کړه:. ليونۍ  هغه  شپه  مې کله  له  ياده  وځي.  انګړ ته  چې  ولوېدم نو  بي  بي  حاجۍ  را باندې  غږ وکړ چې  بچېه  ولي  لکه  غل  په  دېوالو راوړې دا خو دې  اوس  خپل  کور دى. زه  له  شرمه  سور شوم او بيا يې  را ته  وويل چې  د واده  شپې  ورځې  به  نورې  ژر را لنډې  شي.

 پلوشې   په  سلګيو کې  ور غبرګه  کړه  چې  زه  په  اشپزخانه  کې  پټه شوم. او بيا  دواړو په  سرو سترګو يو بل  ته  په خندا  شول .  پلوشې  د جمال لاس  په  دواړو لاسونو کې  ومښ. جمال  سوړ اسويلى  وکېښ.

جمال:  دا عمر څومره لنډ دى  ديرش کاله  داسې  تېر شول  لکه  يوه شپه. داسې مې   يادېږي   لکه  پرون  کله  چې مې مور ته  و ويل  چې  زه غواړم  له   يوې   انجلۍ  سره  واده  وکړم  چې   زموږ   په  پوهنتون کې  درس وايي. هغه  راته  غوسه شوه  او بيا يې  راته  وويل :

_ بچېه  دا خو بونه  پرېږده .   زموږ   د کلي  ژوند دى  او هغه  د ښار خلک  دي.  دا غوا او دا شنه واښه،   زموږ   د ښار له  خلکو سره  کله  کېږي.

زړه مې  پښو ته  ولوېده  او بيا چې  مې  سترګې  پرانيستلې  نو په روغتون  کې  وم.  لاس   پورې   مې  سيروم  بند و  او سر مې  مور په وريښمېن  د سمال کلک  تړلى  و. مور مې  سر ته  ناسته  وه.  ما ورته  په سوالګرو سترګو وکتل  او  هغې   راته  په  سترګو کې  د هو ځواب  راکړ.

اونۍ  نه  وه  پوره  شوې،  چې  ښار ته  له پلار جان  سره  يوځاى ستاسو کره  راغله. او بيا هر څه  لکه  د سترګو په  رپ  کې  چې....جمال له سترګو ګرمې اوښکې روانې وې چې د  پلوشې  د لاسونو سوړوالى يې حس کړ، له خولې يې بې واکه چېغه پورته شوه. سترګې يې د پلوشې پر لور واړولې. ګوري چې د  هغې   په غټواو ښاېسته  سترګو کې داوښکو ډنډونه ولاړ پاتې دي او په تلپاتي خوب په کټ ويده پرته ده.