مــړى
له مركزي دفتر څخه مې د تقررۍ مكتوب ترلاسه كړ او د خوست پر لور د كاركولو په موخه وخوځېدم ، دنده مې د خوست ولايت د عليشير ولسوالۍ په نوي جوړ شوي روغتون كې ترلاسه كړې وه..زه د معالج ډاكټر په توګه او ډاكټركريم د جراح په توګه، يوه مېرمن ډاكټره او دوه نرسان مو په روغتون كې ځاى پرځاى شوي ول.
دخوست وضعه اوبيا د ټول افغانستان حالات ورځ په ورځ خرابيدونكي وه،.هرچاسره وېره وه، دوستانو د دندې د ځاى په هكله ښه وېرولى وم، خواخر د بچېانو روزي راباندې فرض ده او بيا اوه كاله د طب پوهنځي مې د څه لپاره لوستلى دي؟.ډاكټر د هرچا لپاره ، د هرانسان لپاره بې توپيره د خدمت جوګه دى. دې ته ورته ډېرو داسې نورو خبرو مې په زړه كې غوټې سپړلې چې په دې فكر تر روغتونه ورسېدم .. ډاكټركريم زما په ليدو ډېرخوښ شو. لستوڼي مې كارته بډ وهل،.هره ورځ به دتيارې له خپرېدو سره له يولوري د ډزو اوازونه راتلل. كريم ته مې د ډزو په هكله وويل چې داڅه روان دي ؟ هغه دومره وويل چې له دې كېسو ځان لري ساته، خپل كاركوه، داخلك چې ډزې كوي خپل كار كوي.
ډاكټركريم له خبرو معلومېده چې په زړه كې ښه ويريږي، په څهره كې ډارله ورايه لېكي جوړي كړي وي. خوزما دډاډګيرنې لپاره يې داډول خبرې كولي.
اونۍ لانه وه تېره شوي چې په نيمه شپه مودروغتون دروازه چا په وهلو، وهلوماته كړه، كريم په دلاورغږوكړچې څوك دي؟ له وارخطايې موږ هم دهليزته ورمنډه كړه، ګوروچې څلوركسان مخونه يې دلنګيوپه شملوپوښلي وه له يو زخمي سره يوځاى په دهليزراننوتل اوپه زوره يې چېغي وهلي:
- ډاكټر ! ډاكټر !
ډاكټركريم ورمنډه كړه اوپه ما يې غږوكړچې انوره راوړاندي شه چې زخمي عاجل اطاق ته ورسوو.ولاړوكسانووويل چې دومره مرسته وكړي چې د زخمي وينه ودريږي، ژركوئ چې د دښمن تر تعقيب لاندې يو. كريم ورسره ښه كړه.
زخمي په ښۍ پښه اومټ ټپي شوى و، موږ ورته د وينې د درېدا لپاره زخمونه تمپان كړل، سيروم مو پرې چلان كړو، ډاكټركريم د عمليات خانې د اماده كولو لپاره عمليات خانې ته ننوت، چې يوه كس دروغتون له ا نګړه غږوكړ:
- هلئ هلكانوحركت كوئ، ملاصاحب وايي دښمن ساحې ته رانژدې شوى دى.
په دې كې ولاړو كسانو زخمي كس پورته كړو اوهغه يې له روغتونه وباسه، زما په زړه وېره ننوتې وه، غږ مې ستوني كه بند و.ډاكټركريم له دهليزه غږ پرې وكړ:
- دا زخمي ډېر شديد دى، مړبه شي، لږ ځنډ وكړئ، الله به هرڅه ښه كړي.
له ولاړوكسانو يو په قهرجنه لهجه وويل: لكه چې ډالرو ته دې زړه شوى، چې داسې په زوراو زير غږيږې.
زه ددې هرڅه په ليدو هك حېرانه شوم، چې الله داڅه روان دي. كريم مې په اوږه لاس كېښود او سوړ اسويلى يې وكېښ، څنګ ته مې په كټ كېښناست _.څه وكړو، الله ښه پوهېږي، يوخواته د ډالرو او بل خوا د القاعده نوم راباندې تړل کېږي . د خوب خونې ته بېرته ويريدلي ننوتو.لا موسترګې نه وې ورغلې چې دروغتون ترمخ د موټرو غږ شوو، كريم په دلاور غږ وكړ چې ته وروځه لكه چې بېرته راوګرځېدل.
دلاور په وارخطا او ستړي غږ وويل: امريكايان راغلل، امريكايان.
موږ له وارخطايۍ دهلېز ته ورووتو، امريكانو دروغتون د سيروم نيمه ډکه خلته په لاس کې په دهلېز راننوتل او بيا يې د عاجل اطاق په وينوككړكټ ته پام شو، پخپلو منځوكې يې څه وويل اوبيا دباندې د روغتون په انګړ كې په ولاړكس غږوكړ: شان، شان !
شان خړه امريكايي دريشي كړې وه، پيك داره خولۍ يې په سروه،ږيره يې په دوړواو خاور ككړه شوې وه، تورې چشمې يې په سترګو وې، ټيټ قداو خېټه يې د ګيس رڼا ته راوتلې ښكارېده. امريكايي پخپله ژبه څه ورته وويل اوبيا شان موږ ته مخ راواړاوه چې دا كسان څه شول او چېرته دي؟ خبره يې لږه اوږده كړه، ريښتيا ريښتيا ووايئ، هرڅه چې موپه كار وي، درته در به يې كړو.
د شان غږ راته اشنا اشنا ښكارېده خو تېرو ټولو حالاتو اوبيا د امريكا يانو په ليدلو مې هوښ له لاسه وركړى و، ومې نشواى کړاى چې د شان اصلي څېره په ذهن كې انځوركړم. .دهليز د ګيس په تته رڼا او د امريكايانو د لاسي څراغونو رڼا ته
هرڅه بدل بدل ښكارېدل.
كله چې كريم ټوله كيسه تېره كړه امريكايانو پرې باور ونكړ. ما او دلاور ته يې کوټې ته د ننوتو وويل، وروسته يې زه د څنګ کوټې ته ور وغوښتم، كله چې له نژدې د هغوى دلاسي څراغونورڼاته نژدې شوم، شان راباندې غږ وكړ چې ډاكټر انوره دلته څه كوې، کمپ دې چاته پرېښود !
ما غږ پرې وكړ چې استاذ شاه محموده ته يې؟
شان: هو ! شاه محمود يم، د قاري عبدالله پلار يم.
-دترجمانۍ دنده دې ترلاسه كړي ؟
شان: دا کيسې به بيا په فرصت كې كوو. زه درته بل وخت بيا راځم اوس داراته ووايه چې طالبان څه شول په كوم لوري وتښتېدل اوڅونفره يې مړه او زخميان ول ؟
شاه محمود له امريكايي سره په څه خبرو شو، .ما ورته ټول د سترګو ليدلى حال تېر كړو، د دوى زړه ومنله چې څوك نشته اوبيا له خونې راووتلو.كله چې دهلېز ته راووتم، ګورم چې د هرې خونې سامان د دروازې په خوله كې پنډ پروت دى.شاه محمود د بيا ليدنې ژمنه وكړه او په مخه ښې سره لاړ.
دلاور او ډاكټركريم ديوال ته ډډه وهلې ترهېدلي ناست ول، داسې ښكارېدل لكه چې ښه تهديد شوي وي اويا تر څپيړو لاندې تېر شوي وي،..ما ترې وپوښتل چې دا يې څه وكړل؟ .دلاور په ژړغوني غږ وويل چې زه يې په څپېړو او لغتو ووهلم چې داكسان څه شول، څوكسان ول، د زخميانو ټپونه موڅنګه كړل اوداسې نوراو بيا يې د سلاح په هكله وويل چې ژر يې راوښيه، سلاح دې چېرته ده؟.
د ډاكټر كريم له سترګو اوښكې روانې وې، د كوټوسامانونه هرې خواته شيندل شوي پراته ول، ترسهاره مو د هرې کوټې سامانونه پخپل ځاى كې ځاى پرځاى كړل، ډېر شيان يې مات كړي ول اوبيا د روغتون دروازه موسهارتر نژدې پښ پورې يوړه چې راجوړې يې كړي.زه ډېرخواشينى شوم، نيت مې وكړ چې دمېاشت په پوره كيدو سره به دنده پرېږدم، ترڅو مې له نوموړې ادارې څخه كاري سند ترلاسه كړم.
ورځ موټوله دشپې په خواشينۍ كې تېره كړه، له كريم څخه مې وپوښتل چې پخوا هم داسې څه شوي دي اوكه څنګه ؟
هغه په ژړغوني غږ وويل: زه نه يم خبر. اخر دا خوارافغانان به كله له جنګه خلاصېږي؟.دا ډزې چې ته يې هره شپه اورې، دا هوايي ډزې نه دي، په هر ډز يې يوافغان وژل کېږي او يا زخمي کېږي ، په شاوخوا سيمو كې هره ورځ يو دوه كسان د امريكايانو له خوا وړل کېږي او يا هم د جاسوسۍ په تور د طالبانوله خوا وژل کېږي .
هره شپه موله ويرې سره سترګې پټولې چې خداى نخواسته بيا داسې كومه پېښه ونشي، په دې خفګان كې موشپې ورځې تېرېدې چې شاه محمود د ماذيګرپه وخت له ډېرو نوروافغاني عسكرو سره يوځاى روغتون ته راغى..له ستړي مشي او روغبړڅخه وروسته يې وپوښتل
شان: څوشپې کېږي چې په دې روغتون كې مقررشوې يې ؟
- په هغه شپه چې تاسوراغلي وئ، هغه زما دريمه وه، خرابوحالاتو مې دماغ او زړه له كاره غورځولي دي، نه پوهېږم چې څو ورځې مې نورې تېرې شوي دي.
شان: (په خندا كې ) الله به هرڅه ښه كړي، دا راته وايه چې په كمپ كې څه کيسې وې ؟
- خير و خيريت و، ټول ښه ول. شاه محموده تا خو ويل چې په يوه بهرنۍ موئسسه كې دې دنده ترلاسه كړې او د مكتوبونو د جوړولو مرستې له خلكو سره كوې؟
شان: په مغروره خندا كې وويل: ولې لكه چې اوس مكتبونه ورانوو، داخبرې پرېږده ، په كمپ كې چاته ونه وايې چې زه ترجمان يم ؟
-نه !نه وايم، ولې به وايم. خوشاه محموده !كه بله دنده پيدا كولاى شې دا دنده پرېږده ، سوال درته كوم.
شان: - پرېږدم يې، ته اوس زما فكر پرېږده ، دا راته ووايه چې قاري جان زما بچى دې كله ليده اوكنه ؟
- نه والله يو دوه ځله خو مې په جومات كې ليدلى، بيا مې نه دى ترسترګو شوى، كله كله به له ملاصاحب سره بازارته راووت.
شان: ملا پايندي يادوې، زموږ د جومات ملا ؟
- هو !اوريدلي مې دي چې قاري جان ته دې د كوژدې لپاره كوم ځاى كتلى دى.؟
شان: هوكه الله كول، چې دا ځل كور ته په رخصتي لاړ شم، د ډګروال جمېل كور مې ورته خوښ كړى دى. څنګه ځاى دى ؟
-دډګروال صاحب خوډېره ښه كورنۍ ده.
شان: اخر زما زوى له چا كم دى؟ دا راته ووايه چې ژوند څنګه تېرېږي ؟
- ژوند الحمدلله ښه تېرېږي،. فكرمې كاوه چې سږ كال به كډه راوړم، خو دا حالات چې ګورم ګومان مې نشي، چې داوطن به موږه وخورو.....
شان خبرې را پرې كړې په خنداكې راته وويل: ته فكرمه كوه دا كال به يې اخري كال وي اوكال ته به ټول مهاجرخپل هېواد ته راكډه شي.
له دې سره شاه محمود په ولاړو عسكرو غږوكړ چې هلكانوځانونه تياروئ، حركت به كوو. ډېر ورته كلك شوم چې د ماښام ډوډۍ ته پاتې شي، خو شاه محمود ويل بل ځل به شي، اوس مې كارونه ډېر دي.
شاه محمود روغتون د موټرپه د وړوكې پټ كړو او رخصت شوو..روغتون ته چې ننوتم، نو ډاكټركريم زړيدلي مخ په كټ كې ناست و، ما ترې پوښتنه وكړ ه چې بيا څه پېښ شوي دي؟.
ډاكټركريم: كه داسړى يودوه ځلې ستا پوښتنې ته تر روغتونه راغى،. نوبيا نه ستا خير شته اونه د روغتون.
- زه حيرانه شوم چې دا كريم څه غږوي،: شاه محمود زموږ په كمپ كې زموږ دكمپ د مكتب معلم و، هغه زه له تېرو پنځه لسو کلونو پيژنم، موږ يوځاى په يوه كمپ كې اوسېږو.
كريم دواړه لاسونه يوبل كې وركړل اوبيا يې له سوړاسويلي ښكلو وروسته وويل: انوره زه پوهېږم چې تاسو له پخواسره پيژنئ، مګر ددې خبرې ترسپيناوي دې څوك نه پرېږدي ، ښه دا ده چې شاه محمودته سپين ووايې چې ستا پوښتنه دې په ټليفون كوي اوروغتون ته دې نه راځي.
- ماله كريم سره ښه كړه.
نور مې له دندې زړه پورته شوى و اوپه دې فكر كې وم چې څه وخت به له دې ځايه خپله بستره ټولوم، مركزي دفترته مې مكتوبي وليكل چې زه د څه كورنيو ستونزو له امله غواړم مركز كې دنده ترسره كړم اويا درې مياشتې بې له معاشه رخصت واخلم، د ځواب په انتظاركې وم. چې ناڅاپي ډاكټركريم غږ راباندې وكړ:
-ډاكټر انوره !سبا ته زه كورته رخصت ځم، كور مې ډېر يادېږي او دا دى يوه نيمه مياشت مې پوره كېږي چې نه يم تللى، هرڅه ته دې پوره پام وي.
- د ډاكټركريم په خبرې مې زړه له ځايه وښويده، پوه شوم چې کريم هم پښې سپکې كړې، ماښام شو د ډوډۍ خوړلو وروسته مې په بستر كې د مارچېچلي ناروغ پوښتنه وكړه او د هغه دوسيه مې بنده كړه اوورته ومې ليكل چې سبا به كورته
ځې،.نور دې حالت ښه شوى دى.
هغه ورځ خال خال ډزې له لمر لوېدوسره پيل شوې وي، ډزې به كله ودرېدې اوكله به يې بيا زور واخيست په وېره وېره كې مې سترګې سره ورغلې. دډاكټركريم ښه خرا په خوب كې ختله چې دروغتون د دروازې ترمخ مې د موټرواوازونه واورېدل . په ډاكټر كريم مې غږ وكړ چې پاسه، څوك دروغتون ترمخ ودرېدل.
په دې خبروكې ووچې د دروازې ګړز شو، په دهليزكې دسړو غږ شوو، موږ په منډه وروتلو، چې ګڼ كسان له دوه زخميانوسره په دهليزكې د ډاكټر، ډاكټر نارې وهلې.
د يو زخمي حالت ډېرخراب و، په دريوكسو يې نيولى و. د نوموړي كس له خولې تېزې تېزې سلګۍ ختلې او بل كس ته دوه كسانو اوږه وركړې وه. ډاكټركريم غږ پرې وكړ چې په كټ يې واچوئ. هغه يې په كټ پرې باسه، په ښې اوږه لږيدلى و، مرمۍ يې داوږې له سره وتې وه، وينه يې ډېره وركړې وه، ماكوښښ وكړچې وينه يې ودروم او د زخم سره لومړى طبي مرسته ترسره كړم.
له دهليزه دډاكټركريم غږراوشو.چې دبل زخمي حالت ډېرخراب دى، ژركوه چې عمليات ته تيارى ونيسو. زه لا د لومړي كس د زخم په تمپان اوسيروم بوخت وم چې.په دهليزكې دولاړوكسانوترمنځ غږونه پورته شول چې هلئ ژركوي، له انګړه په چېغو يوكس غږوكړ چې نژدې دى محاصره شو، راووځئ. دروغتون له څنګه دډزو اوازونه پيل شول، په منډه يې دعاجل اطاق څخه زخمي كس پورته كړو اوموټرته يې واچاوه ما سيروم ورسره ترموټره ونيو،.د چورلكواوازونه مې د سر دپاسه اورېدل، زه لاسم دهليزته نه وم ننوتى چې دروغتون په خواكې له چورلکې بم وغورځېد، ټول په ځمكه ولوېدو، د روغتون دښېښود
ماتېدلواوازونه پورته شول، له دهليزه په منډه پاتې كسانو دموټرپه لوري حركت وكړ.
زه چې سم دروغتون په دهليزننوتم. ډاكټركريم په دلاور غږ وكړچې د مړي تكفين لپاره اماده ګي ونيسئ، زه له خفګانه دعاجل اطاق په لوري وخوځېدم ، له سترګو مې اوښكې توېدلې او د اطاق په پاكولو مې ځان بوخت كړو، چې د ګڼو موټرونواوازونه مو د روغتون له شاوخوا ترغوږ شول، لږه شېبه نه وه تېره شوې، چې څوكسه امريكايان د شان سره يوځاى په روغتون راننوتل، شان له ورايه غږ وكړچې روغتون موږ محاصره كړى دى، هېڅوک دې د بې ځايه حركت كوښښ نه كوي.
- ماغږ پرې وكړ چې شاه محموده هېڅوک په روغتون کې نشته، تاسو يې خپله تلاشي واخلئ.
شاه محمودپه انګليسي ژبه خوا كې امريكايانوته څه وويل، هغوى په موږ غږ وكړ چې ټول د روغتون دهليزته راووځئ. موږ دروغتون دهلېز ته راووتو، روغتون ته نژدې چورلكه كېناسته، په دې وخت كې امريكايانوپه كټ كې پروت مارچېچلي سره دپلاره په داسې حالت كې له روغتون څخه راوباسه چې پرمخ يې توره كڅوړه وراغوستې وه اود چورلکې په لوري يې بوتلل. موږ چې هرڅو ورته وويل چې داكسان له تېرو دوو ورځو راهيسې په روغتون كې بستر دي او موږ سره دوسيه لري، خو هغوى هېڅ غوږ پرې ونه ږراوه، لږه شېبه وروسته له دهليزه دامريكايانو چغې او خنداګانې راپورته شوې، شاه محمود په انګړ كې ولاړوكسانوته په خندا كې په انګليسي ژبې څه ګوډ ګوډ وويل په موږ يې غږ وكړچې دلته راشئ داڅه دي؟ زه او ډاكټركريم ورنژدې شو. ډاكټركريم دامړى دى اوله طالبانوڅخه پاتې شوى دى.
- شان: -دامړى به موږ ولايت ته له ځانه سره يوسو، ترڅو يې خبري رسنيواو تلويزنونو كې ښكاره كړو چې نوروته د عبرت سبب وګرځي.
- ډاكټركريم ماته مخ راواړاوه ما غوښتل چې شاه محمود ته ووايم چې مړى دې موږ ته پرېږدي، چې د تكفين اوتجهيزغم يې وخورو خوهغه زما په ستوني كې خبره بنده كړه اوزياته يې كړه.
- شان: دا هسې هم مردار شوى او د كارغانو د خوراك دى، له پښواولاسو يې ونيسئ چې چورلکې ته يې يوسو.ما او ډاكټركريم د مړي له پـښواو ملا لاسونه لاندې كړل اوشاه محمود له زوړنده لاسونو ونيو. په داسې حال كې چې د مړي پرمخ دعملياتخانې سپينه ټوټه پرته وه. كله چې چورلکې ته ورنژدې شو، د چورلکې دپكوتېز باد د مړي دمخ ټوټه پورته كړه.شاه محمودپه يوچېغه غږوكړ: واخ ! مړي يې له لاسونوپه ځمكه وغورځېده....، الله داخو زما قاري جان دى، داخو...