چې مې ستا له شونډو غوړپ د اوبو وکړ
له کوثره له زمزمه شوم بیزار زه
ستا په مینه کې ناره د انا الحق کړم
د منصور په شان به خوښ شمه په دار زه
چې مې ستا دمخ کتا ب تلاوت کړي
جنتي په دنیا ګرځمه په لار زه
که مې سرو مال دا ستا په لارکې لاړشي
لا به ستا یم په لحد کې منتبار زه
د نظر له کروندې یو مو ټی بنګ را
لا په خودیم لا خو سم نه یم خمارزه
بیلتانه راته په زړه کې ناسور جوړ کړو
پریږده مړ شمه طبیبه نور بیمار زه
که ځلانده جانان هرڅو جفا کار دی
لا ځاریږم قربانیږمه له یار زه
29.09.2009
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
راليږونکی : سائرځلاند 18:37
مينه؛ژباړن : سائر
زما دپنځو کالو ماشومه لور مينې يو وخت هم خپلې خولې له وار نه ورکوى زما داخيال دی چې په خپل عمر کې به هغې يو ساعت هم په چپه خوله چېرته وخت نه وى ضايع کړى دهغې دمور هغې ته ډيره ساه ډوبيږي او بيا ورته وايي ، چې چپ شه ډيرې مه وايه خو زه يې کله نه منع کوم ځکه چې دمينې چپ کښيناستل دهغې سره ښه نه ښکاري اوزه هم ديره شيبه دا چپ نه شم ليدى .يوه ورځ سحر مهال ما دخپل نوي ناول اوولسم باب ايله نيمې ته رسولی و ، چې ماشومه مينه غ...
17.10.2009
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
مــړى
له مركزي دفتر څخه مې د تقررۍ مكتوب ترلاسه كړ او د خوست پر لور د كاركولو په موخه وخوځېدم ، دنده مې د خوست ولايت د عليشير ولسوالۍ په نوي جوړ شوي روغتون كې ترلاسه كړې وه..زه د معالج ډاكټر په توګه او ډاكټركريم د جراح په توګه، يوه مېرمن ډاكټره او دوه نرسان مو په روغتون كې ځاى پرځاى شوي ول....