راليږونکی : سائرځلاند

18:37

مينه؛ژباړن : سائر

زما دپنځو کالو ماشومه لور مينې يو وخت هم خپلې خولې له وار نه ورکوى زما داخيال دی چې په خپل عمر کې به هغې يو ساعت هم په چپه خوله چېرته وخت نه وى ضايع کړى دهغې دمور هغې ته ډيره ساه ډوبيږي او بيا ورته وايي ، چې چپ شه ډيرې مه وايه خو زه يې کله نه منع کوم ځکه چې دمينې چپ کښيناستل دهغې سره ښه نه ښکاري اوزه هم ديره شيبه دا چپ نه شم ليدى .يوه ورځ سحر مهال ما دخپل نوي ناول اوولسم باب ايله نيمې ته رسولی و ، چې ماشومه مينه غلې غوندې کمرې ته راننوته او زما په لاس يې لاس کيښود ويې ويل چې پاپا! رام ديال څوکيدار کارغه ته کاکاوايې ، هغه په هيڅ نه پوهيږى کنه پاپا- خو ددې نه وړاندې چې ما هغې ته ديوې او بلې ژبې فرق ښودلى واى بيابله خبره شروع کړې وه ويل يې بابا! بولا وايې چې پاس په وريځو کې يوهاتي دی چې د خپل خړتم نه اوبه رانولې اودغسې باران کيږى مالا جواب ته ځان جوړوو چې بله يې راخوشې کړه ويل يې چې بابا دامور ستا څه کيږى . زه هم اخر ساه ډوبى شوم ورته مې وويل چې ځه ورځه دبولا سره لوبې کوه ما لږ خپل کار ته پريږده .زما دکمرې تمبړۍ سړک پلو بيرته کيږى – ماشومه مينې زما دپښو سره دميز په خواپورې ناسته وه او لوبې يې کولې ، هغې په خپلو زنګونانو دمسې وهلې اوزه پخپل کار بوخت وم . دناول په اوولسم باب چې پرتاب سنګهـ دناول هيرو په دغه وخت کې ايله خپله معشوقه کنچى لتاتر لاسه وکړې وه اودقلا د دريم چت دکړکۍ په لار يې دهغې سره دبهروتو تکل کړى و ، چې ناڅاپه مينى خپلې لوبې پريښودې او کړکۍ ته يې وردوکړ او چغې يې کړې ،هغه دى کابلى دى !! اورښتياچې لاندې په کوڅه کې يوکابلى په درنو درنو ګامونو روان و ، هغه ګورې خيرنې جامې اغوستې وې او غټ پټکۍ يې په سر و يوه بخڅه هم دهغه په شا وه او دوسکو مويزو ټيمګې يې په لاس کې و ،زه نه شم دلور په زړه څه تيريدل خوهغې چغې کړې اولکه چې وئيل يې چې هغه به دلته راشى اوزما داوولسم باب به هيڅکله هم سرته ونه رسي هم دغه وخت کابلى راوګرځيد او ماشومې پلو يې وکتل ، هغې چې دې وليد نود ډيرې ويرې په رپيدو شوه اودخپلې مورخواته يې منډه کړه ، دهغې داپوره يقين و چې دهغې په رنګ دوه درې ماشومان پټ کړي دي – په دې کې هغه زما دکور په دروازه رادننه شو او مسکى شو زما دهيرو اودهغه دمعشوقې قيصه داوخت يوې ډيرې نازکې مرحلې ته رسيدلې وه ، ناڅاپه زما خيال شو چې ددې نه مخکې چې مينې هغه ته اواز وکړى ما ويل چې راشه څه ترې واخله ، زه ورغلم او څه معمولي شان سودا مې ترې وکړه او بيا مو دامير عبدالرحمان روسيانو ، پرنګيانو او سرحدې معاملاتو په حقله څه خبرې وکړې خو څه وخت چې هغه په بابو هغه وړه ماشومه دې څه شوه . په دي خيال چې دمينې دزړه نه دهغه ويره ووځې زه لاړم او هغه مې راوسته ،هغه زما دچوکۍ په خوا پورې جخته ودريده کابلى اودهغه بخڅې ته يې په زير زير کتل هغه هغې له دغوزانو چغځې او وسکې ورکولې خو هغې ورته لاس نه نيوه او دوير نه ماته نوره هم راجخته شوې وه دادهغوې دواړو ړومبۍ ملا قات وو . څوورځې پس يو سحرچې زه دکور نه بهر روان وم نوزه حيران شوم چې دمينې د دروازې په خواکې په يوه چوکۍ ښه خوشحاله ناسته وه او دهغې کابلى سره يې لوبې کولې هغه ورته په زمکه دپښو په سر ناسته و هغې په خپل عمر کې بې له پلار نه بل څوک نه و ليدلې چې دهغې خبرو ته يې په دومره مينه باندې سره ايښې وې هغه دهغې دوړوکې شان ساړى په پلو کې ډير مميز او بادام اچولي وو ماتري پوښتنه وکړه چې دادې ورله ولې ورکړي دي هغه لا خبرې ته ځان جوړولو چې ماورله يوه نادري ورکړې هغه هيڅ ونه ويل پيسې يې واخيستې او جيب ته يې کړې خو خفه په دې شوم چې ګينټۀ نيمه پس چې وختي زه بيرته راغلم نو څه ګورم چې دهغې اتانيزونوقيصه لا نوره خرابه کړي وه ځکه چې کابلى هغه بيرته مينې ته ورکړی و او کله چې دهغې مور د هغې سره دغه سپين نادرې وليد نو پر راسره شوه او ورته يې ويل چې داچرته وو ، مينې ورته ويل چې خو ماله کابلى راکړې دې کابلى درکړې دې موريې دهيبته چغې کړې مينې تا دې ته لاس څنګه ونيوه موريې ورته په اوبو کې خولې کيده چې په دې کې پرې زه راننوتم هغه ماشومه خواره مې څه په خوارو دمور دعتاب نه خلاصه کړه او بيا ماپخپله تپوسونه شروع کړه داخو نه اول ځل وو اونه دويم هغوی داسې ډيرواره ما يو ځاى ناست ليدلې وه او هغه يې په وسکو او بادامو اموخته کړې وه او دواړه اوس ښه دوستان شوى وو . هغوى به ديوبل سره ډيرې ټوقې او مسخرې کولې او دواړه ښه خوشحاله وو ، مينې به دهغه مخې ته ناسته او ډير په غور به يې دنګ لوړ سړي ته کتل او په خندا خندا به ورته ويل چې کابلى والا!ستاپه دې بخڅه کې څه دي او هغه به ورته په کونړ عزيزه ژبه ويل چې په دې کې هاتي دی هاتي څه داسې دخنداخبره پکې نه ده ولې بياهم دوى يوتربله به سره خوشحاله وو خندل يې او زما دپاره هم ددې ماشومې وړې وړې خبرې د داسې غټ کټ سړې سره عجيبه او ناشنا وې کابلى هم دخبرو وار ايښې و هغه به ورنه تپوس وکړوچې وايه کنه ککۍ ته به خپلې سخرګنۍ کره کله ځې هسې خو هره ماشومه بنکالۍ دخپلې سخرګنۍ دنوم سره دوخت دسره بلده شوي وي خو مونږه پکې دي خيال خلق نه وو اودخپلې ماشومې سره مو داسې خبر ې کولې ځکه به مينې په دې خبره څه حيرانه شوه او هغې به هم ورته سمدستې ويل چې ته دخپلې سخرګنۍ کره ځې – په کابلى قسمه خلقو کې دسخرګنۍ دټکى معنى څه نورې هم وې – هغوى داټکى دجيلخانې دپاره هم استعمالوې او وايې چې د غلته زمونږ ښه خيال ساتلى کيږي اوبياهم زمونږ نه هيڅ نه غواړى . دغې مضبوط کوڅه ډب سوداګر به زمونږدوړى ، ماشومې خبرې هم په دې معنا کې اخسته او ورته به يې ويل چې زه به خپل سخر سره وګورم ، هغه به يو ناليدلې پوليس والا پلو خپل سرک وڅنډو ، مينې به چې دا واوريدل او دهغه هغې غريب سخر ته به يې خيال شو نو هغه به بړق بړق به خنداشوه او هغه دورند بارى ځوان به هم ورسره په خنداکې شريک شو. دامنى ورځې شپې وې ، چې دپخوانۍ زمانې بادشاهان به هم وتل – زه دخپل وړوکې شان کورګى نه چې په کلکه کې ووخپلو فکرونو ددنيا په ګټ ګټ وګرځولم –او دبل ملک نوم سره سم به زما زړه راډک شو ، بيا په کوڅه کې ديو بارائې مسافر سړې په ليدو به زه لا نور هم فکرونو يوړم ، هغه غرونه هغه درې او دهغه وړوکی شان او هلته هغه ازاد ژوند او خواره واره دشتو نه بيالا داچې دکارونونو او قافلو تګ راتګ به مې هم مخې مخې ته شو – زه په خپله خو ديوې داسې ګياه په مثال يم ،چې دخپله ]ځايه چرته په سفر تلل زما دپاره داسې دي لکه داسمان تندر . او ددې کابلى په موجودګۍ به زه دسترګو په رپ کې دهغې سوګياړو غرونو ترڅوکو ورسيدم ، چې تاو راتاوتنکۍ نرۍ لارې به پکې تر لرې لرې تيري شوي وې او دواړو اړخونو ته به يې دغرونو دنګې څوکې آسمان ته رسيدلې وې ، په خپلو خيالونو کې به ما داوښانو قطارونه ليدل ، چې بارونه به پرې پراته وو او کسان به ورپسې وو ، دچا سره به پخوانۍ ټوپکې په لاس کې وي ، چابه تبرګې په اوږه کړې وو اوښکه ميدانې سيمو پلو به راروان وو،ما به په خپل خيال کې داهرڅه ليدل ---- خو په دې کې به دمينې مور راباندې غږ وکړو ، اورته بې وويل چې پام کوه ددغې سړې نه ګورے بې غوره نه شې ، وادې وريده کنه ، له بده مرغه دمينې مورډيره بې زړه ښځه ده کله هم چې چرته په کوڅه کې څه شور واورې اويا څوک زمونږ پلو را روان ووينې نودابه هميشه دا وايې چې ياخو غله راغلل يا څوک شرابيان دې ، ماران ، شرمخان ، تبه طاعون ګونګټۍ او چمچکۍ خولکه هر وختې به هغې پسې وې او سره ددې چې دومره عمر تيريدو هغه لاس هم لکه د ويرې هندوه ده ، ځکه هغه په کابلى هم ډيره بدګمانه وه او هر وختې به يې راته دا ويل ، چې پام کوه ، چې ددې سړې نه ګورې بې غوره نه شې . که ما به چرې په بې پروايۍ دهغې خبره په بله واړوله نو هغه به بده شوه اوراته به لګيا شوه . چې داته نه وينې چې خلق ماشومان تښتوې ، ته ددې نه نه يې خبرچې په کابل کې خلک خرڅيږې . ستا دې ته خيال نشته ، چې داغټ کټ سړى درنه داوړه ماشومان پټه نه کړې ما به ورته ويل چې دا هر څه دې منم ولې زما زړه يې چې نه منې ...