راليږونکی : سائرځلاند
برېښناليکپته: sair_zalakn@yahoo.com
سرليک: مشران( تکل)
ن
ليکوال :سائر ځلاند
) منم لوستونکو چې په دې سوالونو ما يوه ماشوړه وڅيړله او اوس يې دنغښتلو چل ما له هم نه راځې خوماسره دقلم توره ده دجراح ستن او تار به ګډه ګورو موږ ټول ناروغه او ناسازه يوموږ دخپل مسيحا په لټون يو نه پوهيږو چې ناروغه وګړي به ديو پوه او ماهر داروګر غوراوى څنګه کوي
زموږ دزخمونو پټو له وتلى او کار پيژاند مشر پکار دى.
درسته ده چې داسوچونه دخيال په تياره ميره کې ټپال وي خو ګرانو تاسو هم څه ووايې کنه ښه به دا نه وي چې په ګډه داستونزې هوارې کړو کنه چې هر کول کابل او هر وګړې جګړن شې
نو سوچ ګرمکې به مرچوکه کيږي
زه دې سره اتفاق کوم چې مشران په فابريکواو کارخانو کې نه جوړيږي اونه اسمان نه مهابت خان د جومات په مناره څوک راکوزيږي خو دې سره يو ځل تاسو اتفاق کوئ
چې اول يو قام دمشر تابه سوچ پيداکوي هله بيا دمشر تابه په لټه شي
مشر دهر چا ښه وې ، خو پښتون نه ، ځکه دپښتنو مشر تل په شاړو اوغرونو سر وي چې په سمه شي نو کشران تر ډډه کوي
زه نه پوهيږم چې څنګه چيغه ووهم چې مشر زنده باد که کشر دپښتنو دمشرانو تاريخ اکثره مبالغې نه ډک دى موږ ، چې کله په خپل مشرتابه وياړ کوو ، نو ژر دپرون دګوډي نه خوشال ابدالې يا پير روښان راوباسو .
څه که دا مشران دخبرونه خلاص نه وي خو بيا هم زموږ دوياړمنۍ شمله پرې جګه ده زموږ حال نن سبا دغالب کاکا په شان دى دهر لارښود سره تر څه منځه دولن يو ، خيال مو وي چې اوس به منزل رانيږدې وي په دې کې راته ناڅاپه داحقيقت په ډاګه شې ، چې رهبر ، رهبر نه دى ، بلکې موږ ديو رهزن په بدرګه کې روان يو داحال دزړه چاودۍ دى ولې بيخي تمه قطعې هم نه دى که سوچ دى ، نو دا دى چې پس له دى مو رهروانو کومه لاره ده
هغه بله ورځ يو ملګرې وويل ، چې حالت دا وو اوښتون (انقلاب ) غوښتنه کول . بې له اوښتون څخه ددې کړکيچونو هلو ځلو بله لار نشته ، ما ويل خبره دې پر ګل بدله ، خو اوښتون په خپله نه راځې که هر اوښتون يو لامل او زمينه غواړې او هر زمينه دتخم پام ته داره وې او تخم پاشل دکروند ګر کار وې زما په خبره يې تندې تريو کړو ... ويل تاخو ترې دمحبوبې کلا جوړه کړه ما ويل هو داخبره کول ډيره اسانه ده . چې حالات اوښتون ته تيار دي ، خو اوښتون مشر او لارښود ته اړتيا لرې او ښه مشر يا لارښود د بختور خلکو روزي کيږي . نن سبا نړۍ د ډيرو قامونو غټه مسئله دمشر تابه نشتوالى دى زما په دې وينا لږ زړه جمع غوندې شو او روان شو بيا مې دځان سره سوچ کولو اوښتون ، مشرتوب ، مشران ، ملک ، قام دا څه عجيبه ټکې دې ددې الفاظو ډير ګڼ مضمونونه دې خاوره کې او د ننيو حالاتو په چوکاټ کې يې وګورو ، نو هيڅ معنا او مطلب نه لري مشر څومره خوږ لفظ دى چا ويل چې مشر دچرګانو هم ښه وې لاره او خوراک ورته ښيئ خو دمشرانو ډيرښت ډيره ناکاره وضع ده په پښتو کې چې څوک چاته ښيرا کوې نو وايې مشران دې ډيره شه او چې کله مشران ډير شې نو دکوريا هيواد حال زمونږ دخاورې په شان شې دايو حقيقت دى چې نن سبا دافغانستان لمن دمشرانو دلالونواو غمونه نيشته دتيږو ډيرۍ او امبارونه دى که نه موندې کيږي نو هغه لال و
ياقوت دي چې وجود يې نشته .
که مونږ ديوې لمحې دپاره وګڼو چې حالات به يوه ورځ ضرور زموږ ځولۍ ته يو مشر را واچوي.
نو ايا په داسې حالتو موږ لکه دسوټا دخلکو ځانله چيرته ځان وګورو يا هغه کشران څومره دي چې د زړه نه ديو روغ او ساده مشر په لټه کې دي .