غزل

نن بیا په لاره تلمه چي بیا په مخه راغله
روان ومه صحرا ته چه ښکلا په مخه راغله
توبې مي رانسکورې شوې له عقل نه پردۍ شوم
ها مسته قلندره چي زیبا په مخه راغله
بیګاه مي په خوب ولیده چي خاندي راته گوري
سحر چي راوتمه په رښتیا په مخه راغله
د ازل نه مي وجود که لازمه وه ملزومه
د ژوند په دی سفر کي لکه ساه په مخه راغله
تیندکونه مي خوړلو په تیارو کي لکه ړوند
د میني په مزل لکه رڼا په مخه راغله
محبه چي مدام دی د قسمت سره په جنگ یی
تقدیر به دی په خلا شی که صبا په مخه راغله

محب الله محب 28/06/88 مزارشریف