د هيلو سودا ګر
د اجمل د هيلو کورګۍ هغه وخت له بيخه و نړيده چې کله يې د پلار مړى تيره اونۍ په ګوليو سوري د دفتر د پاتي کار کونکېو له لوري کور ته را وړل شو. لدي زړه بوږ نوونکې حادثي څخه يوه اونۍ تيره شوه چې د مورجانۍ او نورو دوستا نو لخوا اجمل په وار وار وهڅول شو ترڅو بير ته د پوهنځي در سونو ته مخه کړي. اوس چې مېاشت تيره شوي، اجمل کله کله د کور په کمپيوتر کې د خپلې خوښې په پروګرام ځان بوختوي. خو هرکله چې د کوم دويم کس سره مخ شي د هيواد د بې ثباته حالت په هکله او د خپلې نا هيلي په هکله ور سره ګرم بحث پيل کوي. کله چې به اجمل دا نور سره پداسې بحث پيل وکړ چې د نا هيلېتوب او تتي را تلونکې په هکله به خبرې پکې کېدلي نوا نور به اجمل ته ويل چې هلکه پلار دي ډېره دنيا په مېراث در ته پريښې دا به څه کوي ؟ ځه کوم بهر ملک ته لاړشه درس به هم و وايې او ارامه ژوند به هم وکړي.
اجمل به ورته د کور د يوا ځيتوب و ويل نو انور به ورغبرګه کړه چې کور در سره بو ځه يوه مورکۍ او خورکۍ لري هغوي درسره هر ځاى ګذاره کولي شي او بل دا چې واده وکړه او واده هم له کومې محصلۍ په تيره بيا له نيلوفر سره وکړه.
د دې خبرې په اوريدو به اجمل سور وخوټيده هغه رڼدۍ دې په ما لوريږي، هر چا ته تيلفون شمېره ورکوي او له هر چا سره داسې خاندي ته به وايې چې...
پدې سره به اجمل له يوه پنډه نا هېليو سره هره ورځ کور ته را ستنېده. هغه ورځ چې انور د اجمل دوي کور ته را غلي وه او دوي بيا ګرم بحث ته دا خل شوي ول نو د اجمل سپين سرې مور اجمل ته مخ واړاوه چې ريښتيا در ته وايې ته د علم ګل اکا زوى د لاور ته ګوره هندوستان ته د درس ويلو د پاره تللي او هرکال دګرمېو په رخصتي کې کور ته را ځي، اوس خو مې اوريدلي چې هلته دنده هم ترسره کوي او تاسي سره دي وي د دلاور مور ويل چې هلته يې ځان ته انجلۍ هم کتلي او کېدايشي واده ور سره وکړي. اجمل د مور په مشوره ښه کړه او وه يې ويل چې دا ځلي چې د لاور له خيره په رخصتي را شي نو ضرور به په دې هکله خبرې ور سره وکړم.
په اجمل د ژوند هره شيبه د کال په څير تيريده د شپې لخوا به يې يوه لپه ګولې وخوړي تر څو ارامه خوب وکړي او د ورځې به ببر سر سرګردانه ګرځيده. د تيلويزون په مخ چې به يې کله د چا د وژل کېدو يا دچاودني وا وريدل نو د خپل بې ګناه پلار سپينه ږيره او دهغه نيمګړۍ هيلې به ورته تر سترګو شوې.، سترګې به يې له اوښکو ډکې شوي او د خوب خونۍ ته به له موراو خور څخه پناه شو، ښه ډېر به ئې و ژړل.
مېاشتې پداسې نا هيلېتوب کې تير يدي چې د دلاور د را تګ يې وا وريدل. په نا وخته ماښام کې په منډه له کوره و وت، مور ورپسي غږ وکړ چې بچېه ! چېر ته ځي ؟ اجمل په روا نه کې ورته و ويل چې دلاور را غلى د هغه ستړي مشي ته ورځم.
د مور سينه چې د زوى د نهيلتيوب له غمه د ډوبې شوي کشتۍ په څير د غمونو تل ته لويدلي وه، په خو ځيداى شوه او نوي هيلې په کې را وټو کېدي. اجمل له دلاور سره د ستړي مشي وروسته په هندوستان کې د درس ويلو په هکله پوښتنې وکړي. دلاور په اول ځل کې ورته د خپلې بې وسي او په هندوستان کې د ژوند د تېرولو په هکله شکايتونه وکړل خو کله چې پوه شو چې اجمل په ريښتيا ديته ليواله دى چې هندوستان ته لاړشي نو ژر يې خپلې خبرې بدلي کړي او اجمل ته ېې د سرو او سپينو زرو بازارونه تود کړ. اجمل په ډېره خوشحالي ور سره ښه کړه او تري رخصت شو.
اجمل چې د کور په وره داخل شو په مور پسي يې ناري سوري پيل کړي. مور يې تري وپوښتل چې ځويه ! څه شوي دي چې چېغې وهي؟
اجمل ورته و ويل چې نور نو که الله کول په شپې پسي سهار راځي. اول به زه له دلاور سره هندوستان ته ولاړشم هلته به پوهنتون کې داخله واخلم او هم به غوټۍ خوري ته په مکتب کې د داخلي بندوبست وکړم او بيا به له دي وطنه پښې سپکې کړو، نور نو په دې وطن کې شپې سبا کول په دوزخ کې د ژوند کولو برابر دي. اجمل چې په پوهنځي کې په انور سترګې ولږيدي په موسکا کې ورته و ويل چې بيګاه مې له دلاور سره خبرې اتري و شوي او هغه را ته پوره ډاډ را کړ چې ټول کار به مې خلاص کړي. انور ورته په خندا کې و ويل چې دا خو به ښه کار وشي، دا سي نه چې زه مو له ياده و وځم.
اجمل له دلاور سره ماذيګر وخت ټاکلي وه او په منډه منډه کور ته ورغي، دلاور د اجمل درا تګ انتظارکاوه، چې په اجمل يې سترګې ولږيدي يو ژور اسويلۍ يې وکېښ او بيا يې د بهر وتلو و ويل. دلاور ورته د تيري شپې د خبرو په ترتيب د هندوستان ښارونه له باغونو او ګلونو ډک کړل او بيا يې و ويل چې زه ستا دکار د پاره را تلونکې اونۍ هندوستان ته ځم او هلته به په يوه ښکلي پوهنتون کې د کمپيوتر په برخه کې ستا د پاره داخله وا خلم ته دې بس خپل کارونه له دي ځاى خلاصوه. اجمل ورسره ښه کړه.
اونۍ لا نه وه پوره شوي چې د لاور ورته له هندوستانه تيلفون وکړ چې سفارت څخه ويزه تر لاسه کړه او د کلکتي په ښار کې مې د کمپيوتر سائنس په برخه کې دا خله درته اخيستي اسناد يې ژر در ته فکس کوم. اجمل چې په کومه ورځ له کوره د هندوستان په لوري خوځيده، يو لور ته يې مورجانۍ له غمه د اوښکو په ځاى ويني تو يولي او بلخوا يې د اجمل د ښې را تلونکې هيلې په زړه ، زړه کې ټوکېدلي.
دلاور وار دمخه په هوايې ډګرکې د اجمل د را تګ انتظارکاوه. اجمل په دلاور سترګې ولږيدي نو د ورور مېنه يې پري ماته کړه. اجمل د دلاور سره په ګډه د هغه د جونګړي په لوري وخوځيده. اجمل د لاور ته و ويل چې ياره زه خو په بمبي ښار کې ورک يم ته به د انډيا ايکسپريس ګاډي ټيکټ در واخلي او ځان به کلکتي ته ورسوي، د کلکتي ښکلي انجلۍ ستا انتظار کوي. اجمل په ډکه خله خندا کې و ويل چې زه او ته به جلا، جلا ښارونو کې او سيږو. د لاور ور غبرګه کړه نه ظالمه زه هم د دي سمستر نه وروسته د دندي د پيدا کو لو دپاره کلکتي ته درځم تر هغو به ستاسو کډه هم را غلي وي.
اجمل سبا سهار د انډيا ايکسپريس ګاډي پواسطه کلکلتي ته روان شو او هلته يې په ګلډن برايټ پوهنتون کې دکمپيوتير ساينس په برخه کې زده کړي پيل کړي. د اجمل دريمه ورځ وه چې ښوونځي ته يوه نوي انجلۍ را غله او د اجمل دخوا په څوکې کې کېښناسته. د ټول ټولګي څخه يې د ستړي مشي او پيژند ګلوي وروسته خپل خوږ او له مېنې ډک نظر د اجمل په لوري واړاوه. اجمل خو په اول ځل کې تر ډېر په څنګ څنګ کېده خو چې کله يې
چاپيريال ته پام شو نو له ځانه سره يې ويل چې بيله دي کاره هم نه کېږي او بيا به ورته د واده او ډېرو نورو هيلو باغونه په زړه کې و غوړيدل.
پرينا د نورو هندوستانيو انجلېو څخه په جامه، ښکلا او حيا کې بدله وه، که د هغي نوم پرينا نه نواي نو هيچا به دا ګومان نه وکړي چې ګواکې هغه هندي مذهبه ده بلکې د مسلمانۍ خيال به يې پري کاوه، همدي سنګيني او حيا د اجمل زړه د پرينا په لوري ورځ په ورځ لکه د لمر پرست ګل پشان خو ياوه. پرينا هم ورځ په ورځ د اجمل په لوري نژدي کېدله چې دې کار د هندوستان دفلمونو په څير کلنو او مېاشتي ونه نيولي بلکې د څو ورځوپه ترڅ کې هر څه د دواړو له کنتروله و وتل. اجمل ډېر خوښ وه، نهيلې يې ټولې په نو يو او زرينو هيلو بدلي شوي وي.
د لاور يې په او لو څو ورځو کې نه وه خبرکړي خو کله چې هغه ور څخه پرلپسي د کلکتي د شوخو انجونو په هکله پوښتنې ترسره کړي نو هرڅه يې ورته په ډاګه کړه. د لاور ورته هغه ورځ په خندا کې و ويل چې بچو ښې ورځې دې په برخه شوي او دا دي د وطن ټول غمونه به دي اوس هير شي. اجمل ورته په خندا کې و ويل چې دا هر څه ستا د مرستي له برکته تر سره کېږي. کله به چې له مور جانۍ سره غږيده نو د پرينا د حيا او پردي په هکله او د هغي د ښواخلاقو په هکله به يې خبرې ورسره کولي. لومړي سمستر په ختمېدو وه چې پرينا اجمل کور ته مېلمه کړو. اجمل چې د پرينا په مور نظر ولږيده چې هغه له پرينا ځوانه ښکاريده نو سمدستي يې تري د پلار په هکله وپوښتل ؟ پرينا په سوړ اسويلي سره د هغه د مړيني ذکر وکړ. هغه تيرکال په يوه ناوړه ترافيکې پېښه کې وفات شوي دي. پرينا و ويل چې دا ټول جايداد او هر څه يې د يته يواځي پريښې. او مور يې هم د دي د ښې را تلونکې دپاره سر سپينوي.
اجمل چې د پرينا د ښکلا او د هغي له اخلاقو ډېراغيزمن شوي وه، په زړه زړه کې د دي خبرې په هکله خوږيده چې د واده په وړاندي به د مذهب ديوال څنګه ړنګوي. خو هغه ورځ چې د پوهنتون د باغ هو د ګلانو له عطرونو ډکه وه او په هر څه مېني خپل ګلورين پوښ غوړولي وه، پرينا زړه د غره په څير لوى کړو او اجمل ته يې د واده و ويل. اجمل ژوره ساه وکېښله او بيا يې د مذهب د يوال مخکې ورته و دراوه او پرينا ورته په اسلام د ايمان راوړلو خبره وکړه. دواړه يوځاى جومات ته ولاړل او پرينا خپل نوي نوم مريم کېښود. اجمل ورسره ښه کړه او بيا يې تري وخت وغوښت چې بايد خپلې مورکۍ او خورکۍ هندوستان ته راولي تر څو د واده او کوژدي مراسم په سمه توګه پر مخ بوځي. اجمل دلاور له ټول حال احواله خبرکړو، هغه هم مشوره ورکړه او رته و ويې ويل چې ته کور راوله زه هم تر هغو خپل کارونه خلاصوم او د کلکتي په لوري درخوځيږم.
پرينا، نوره پرينا نده او مريم نومېږي. مريم هم ورسره ښه کړه او اجمل يې دې کارته اړ کړو چې تر هر څه د مخه دا کار بايد ترسره کړي او افغانستان ته لاړشي خپله کورنې راولي. اجمل ورته د تل د پاره د راتګ و ويل او د خپل بې ګناه پلار د وژل کېدو او د ټولنيزو نا امنيو په هکله يې په ډېره غمجنه لهجه مالومات ورکړ. مريم ورته و ويل چې سمه ده زه به خپل د بانکې حساب ( اکاونټ ) شمېره در کړم او خپلې روپي او سرمايه به ټوله پکې جمع کړي. کله چې دلته راغلي بيا به خپل اکاونټ جوړ کړي او خپل کاروبار به پيل کړي او په هندوستان کې به د تل د پاره په ګډه ارامه ژوند ولرو. اجمل چې ترکابله را ورسيده نو په خوشحالي کې يې هر څه په نيمه بيه خرڅ کړل، هغه که د پلار په لاس جوړ شوي کور وه او که د نيکونو ورپاتي ځمکه او جايداد وه. مريم ته يې تيلفون وکړ چې خپل بانکې اکاونټ وګوري چې روپي پوره ورته رسيدلي دي او که څنګه ؟ د اجمل مور چې په دې خبره شوه اجمل ته يې و ويل چې ځانته به دې خپله بانکې حساب خلاص کړي وه په هغه کې به دي خپله سرمايه ټوله کړي وه. اجمل ورته و ويل چې ته هم لکه د نورو افغانانو په شان په هر چا بدګومانه يې ؟
د مور او خورجانۍ د پرواز ټيکټونه يې خلاص کړل او د هندوستان په لوري وخوځيدل.کله چې هوايې ډګر ته ورسيدل، شاوخوايې چې پلټنه وکړه نو د مريم هيځ درک نه لږيده. اجمل مور ته مخ واړاوه چې الله دي خيرکړي چې مريم سره څه بده واقعه پېښه شوي نوي. د مريم په ټيلفون چې هرڅومره ټيلفو نونه وکړل چا پور ته نکړ. هغه وه چې د مريم د اوسيدو تر ځايه يې ټيکسي ونيوله، کله چې کور ته ورسيدل ګوري چې دکور وره ته غټ کولپ پروت دي. د ګاونډي څخه يې پوښتنه وکړه چې د دې کور اوسيدونکې چېر ته تللي. هغي ورته و ويل چې هغه خو د څو مېاشتو د پاره دلته راغلي ول او هغه تيره ورځ يو تور جګ ځوان چې ډېرګومان کېږي پټان وه، اجمل د ستي ورغبرګه کړه چې ننوتي سترګې او نري جګه ونه يې درلوده. ګاونډي ورسره سر وښوراوه. د اجمل مور په وارخطا غږ و ويل د لاور خو به نه وه.....