پـــیا لــــه

بیا دې لنډ عمر بخت تر دره را ووست
بیا به ځواني هره پیاله راکوي

ګوره بیا شوق درندي وارخطا کړ
ساقي شراب په پیمانه راکوي

نن دا انګور مزه څه بل شان لري
زاړه کشمش خوند رندانه راکوي

ملا تعویذ دې څه بلا جوړه کړه
جانان بوسه په بهانه را کوي

چا ویل چې تیر عمر بیا نه راګرڅی
ماته څواني دا میکده را کوي

نن د کیږدۍ خروړی سپي تښتوم
په دغه شرط کوچي بوسه را کوي

شپه شوله تیره شو سحر را نژدې
څلانده ستوری اشاره راکوي