خارجي ميلمه

 

طنز

 

دري كاله كيږي دافغانستان په يوه ولايت كې دبهرنيو چارودمشرپه توګه دنده ترسره كوم تل دخارجي ميلمنو په راتګ اودهغوي دليدني داجنداپه اړه خبرراكول كيده خواداځل لكه چې كوم ډيرمهم ميلمه راروان دي ،ځكه واليصاخب په اشاره كې راته وويل:

_سبا چيرته ځان مصروف نه كړي،خارجي ميلمه راځي.

ماهم دخارجي ميلمه په اړه دكومي پوښتني جرات ونكراودواليصاخب له دفتر څخه ووتم ، خيرتشويش خوراسره پيداشو،ځكه نه پوهيدم چې څوك ،څه وخت اوڅنكه اجندا بۀ ورته جوړوو.

نن چې دماښام په ډوډي ديو دوست سره ميلمه وم، په تياره كې دخپلي خوني پخوا وخوځيدم،ګورم چې دښارپه خرابو كوڅو اوسركونو دشګوڅخه بارموټري تشيږي، ښاروال صاحب مې  ترنظرشو چې دكاريګرانو سره يوځاي د سرك پرمخ شګي هواروي،په زړه كې خوښ شوم لكه چې خداي موتوبه قبوله كړه،ګران هيواد مواباديږي.په ښاروال صاحب مې غږ وكړ:

_خيرت دي ډير په درز كې كارروان دي.

لكه چې له ښاره لندن جوړوي.

ښاروال صاحب ستړي ستومانه رانژدي شو،خپله خوله ئۍ زما ترغوږه راښكته كړه.

_ته څه خبريې چې پرماڅه تيريږي،سبا ته كوم خارجي ميلمه راروان دي.

واليصاحب امركړي چۍ ټولي لاري ګودري بايد هواري شي اودسرك اوبۀ ويستل شي.

_زه ډير ورسره كلك شوم،خودخارجي ميلمه په هكله يۍ معلومات رانكړ.

همدومره يې راته وويل:

دواليصاحب امردي، هيڅوك بايد پوه نشي چې څوك راځي.

پوه شوم چې ښاروال صاحب خپله هم خبر نه دي- چې څوك راځي.

بيا هم پريشانه دخوب خوني په لور وخوځيدم .سهاردوخته چا په زوره دروازه وټكوله په منډه له بستره ورپورته شوم،دروازه مې خلاصه كړه ګورم دڅارنوالي عسكردي .

-رئيس صاحب ژركوه قوماندان صاحب درته دروازه كې ولاړدي.

مخ ته مۍ لږاوبه واچوولي دتشناب په چپلكوكې مې دقوماندان صاحب خواته ورمنډه كړه،قوماندان صاحب دلنډكروزر توري شيشي اتومات ښكته كړي.

-سلام عليكم !قوماندان صاحب خيرت دي .

-داخبري پريږده،ژرراخيژه،چې خارجي ميلمه له مركز ه راوان شوي،دهغي مخي ته بايد دستړي مشي لپاره ورشو.

_سمه ده صيب،زه به مې بوټان راپښو كړو.

 

- ژركوه چې هليكوپترپه اسمان كې غوريږي.

ژرمې بوټان پوښوكړل دقوماندان صيب سره په موټركې كيښناستم دښارڅخه دري كيلومتره دجنوب ختيځ خواته ديوي نظامي اډى لورته روان شو،كله چې نوموړي ځاي ته ورلنډشو دقوماندان صيب تيزغوږونو لكه څنګه چې هرمسلكي پوليس يې لرونكي وي دهليكوپتر غوررڅ واوريد په موټروان يې غږوكړ.

- نارنجه ،موټرودروه،هليكوپترموپه سرغوريږي،ژركوي هله كوزيږي.

له  موټره كوزشو، ټولوسترګي اسمان ته نيولي وي ته به وائې  بني اسرايلوته له اسمانه من اوسلوى راوغورځي،په قوماندان صيب مې نظرشو چې دجنرالي سره نصواري رنګه خولي په هواكې خوځووله ،ماغږپري وكړ:

- قوماندان صيب داڅه كوي.

-بازګل ،بيرغ نه دې راوړي.مجبوريم خپله خولي هليكوپترته وخوځوم،

ماچې اسمان خواته لږځيرځيروكتل ګورم يووړوكي سپين رنګه هليكوپتر مې ترنظره شوته به وائې دماشومانودلوبوهليكوپتردي په هواكې تاويږي،په دي وخت كې نارنج غږ وكړ.

_قوماندان صيب هليكوپتردښارپه منځ كې كوزشو.

قوماندان له قهره وپړسيد غږ يې وكړ.

-ژركوي ،موټرته خيژي هليكوپتر په ښاركې كوزشو.

ښارته چې داخل شوو دښارپه يواځيني لوي څلورلاري كې اته _نهه ترافيك په يوه ټيكسي موټرغونډ شوي وو.

لكه دشاه دوشمشيره كفتري چې په دانه راغونډ ي شوي وي. ترافيكوچې دقوماندان صيب په موټرسترګي ولږيدي نوپه شپيلك وهلو سرشول اوس نودچاپښي پورته دي اودچالاسونه.قوماندان صيب دترافيكوپه مشر غږوكړ.

_هليكوپترچيرته كيښناست.

ترافيك دسلامي وړاندي كولو وروسته كله چې خپله ښي پښه په ځمكه ووهله نوماته دكورغالي را ياده شوه چې ټك به مووهله نو ګردونو به دكورټول سراى په سرواخيست.

ترافيك دقوماندان صيب ځواب كې وويل

_كوم هليكوپترصيب!

قوماندان صيب ته واليصاحب دخارجي ميلمه د ښه راغلاست ويلو دنده سپارلي وه له غوسي په ښكنځلو سرشو ترافيك څخه يې په يوه خوله دبازارهندوجوړكړ.

په نارنج يې غږ وكړ.

- دميدان هوايى په لورحركت وكړه.

نارنج موټرته داسي پښه وركړه لكه په اس باندي چې نيزه وهي.

هواي ميدان ته چې ورنزدي شو، هليكيوپتر موترسترګو نشو ،قوماندان صيب دنژدي امنيتي پوستي په عسكرغږ وكړ .عسكردعسكري سلامي اوتيارسي څخه وروسته قوماندان صيب غږپري غږوكړ.

- هليكوپتر څه شو؟

عسكرپه غريونيولي غږ ځواب وركړ،

- كوم هليكوپترصيب!

قوماندان صيب له ډيري غوسي لكه پوقاني وپړسيد له ځانه سره يې وويل:

- ټول ړانده موپه قومانداني كې راټول كړي.

مخامخ پټوته يې اشاره وكړه په نارنج يې غږوكړ زاړه ميدان هوايي  لورته حركت وكړه.

كله چې دزاړه ميدان هوايي خواته نزدي شو قوماندان صيب دموټرشيشه ښكته كړه په سايكل سپورسړي چاچې له بازاره دكوردپاره سوداپه كنجوغه پوري تړلي وه غږوكړ.

- هغه هليكوپترچيرته كيښناست؟

سړي دقوماندان صيب په سوال غوږونه ږراوه همدومره يې وويل .- ما نه دې ليدلي.

قوماندان صيب ډيرقهريدلي و،داځل يې په نارنج غږ وكړ.

- دولايت مقام په لورحركت وكړه.

داخارجيا ن ډيراحمق خلك دي ،ښه پوهيږي چې امنيتي وضع ډيره خرابه ده بيا هم بې پروايې كوي .

دولايت مقام ته لا سم نه و رسيدلي چې امردامنيت دموټر مخي ته سلامي وكړه په قوماندان صيب يې زيري وكړ.

- دهليكوپترامنيت مو نيولي ،ميلمه په داخل دهليكوپتر كې ستاسو راتګ ته انتظار باسي.

زه چې له منډو اوزغليدو څخه ستومانه شوي وم،قوماندان صيب ته مې وويل:

- زه به واليصاحب ته ورشم اودهغه سره به دجلسي دپاره اجنداجوړه كړم تاسو دميلمه مخي ته ورشي.

قوماندان څخه مې رخصت واخيست كله چې دولايت په دروازه داخل شوم ګورم دولايت دروازي څخه دواليصاحب ددفترتردروازي پوري تر دويم پوړه يې عسكردرنګارنګ توپكونو سره يوځاي دسلامي لپاره درولي دي.

پوه شوم چې مشرخارجي ميلمه راروان دي.

كله چې دواليصاحب دسكرترخوني ته داخل شوم،ګورم (جان) چې ټوپك يې هم غاړي ته اچولي ناست دي . دواليصاحب سكرترراته سمدلاسه وويل:له دې انګريزڅخه خومې خلاص كړه.نيم ساعات كيږي زه ورته وايم –واليصاخب دكوم خارجي ميلمه په انتظاردي تاسو پس له وخته راشي . دي بس همدا وائې:ګورنر،ګورنر.

ماچې (جان) مخكي هم په يو مجلس كې ليدلي و.خفه كولاي مې نشواي په اينګلسي ژبي ورسره وغږيدم او پوه مې كړچې واليصاحب يو ډير مهم خارجي ميلمه ته انتظارباسي ته بايددواليصاحب له پنځودقيقوزيات وخت ونه نيسي.ژرخپل كارخلاص كړي.جان راسره ومنله ګډدواليصاحب په دفتر ورننوتلو.واليصاحب سمدلاسه راڅخه پوښتنه وكړه،هغه ميلمه مو څنګه كړو؟اودادي څوك راپه مخي كړي دي.

واليصاحب داغريب زيات وخت وشو راغلي يوه خبره لري او رخصت اخلي .پاتي شو هغه مشر ميلمه ،قوماندان صاحب مخي ته ورغي هغوي به ئې بدرګه كړي.

جان ته مې اشاره وكړه :

جان دواليصاحب څخه دولايت دامنيتي وضعي په اړه وپوښتل.

_واليصاحب ورته په خنداشو.

_كه زمونږ په ولايت كې امنيت نه واي نوهره ورځ بۀ خارجي اوداخلي لوړپوړي ميلمانه نه راتلل.

واليصاحب ماته اشاره وكړه چې له( جان ) موخلاصوه.

جان په اشاره پوه شو،له خپله ځايه پاسيد اورخصت يې واخيست.

دجان دوتلو په وخت كې قوماندان صيب دواليصاحب په دفترراننوت.

دسلامي څخه وروسته يې واليصاحب ته وويل.
_په هليكوپتركې خوهيڅوك هم نه وو.

ما سمدلاسه په جان پسي منډه كړه.

ګورم چې هغه دولاړوعسكروپه منځ كې دولايت له مقام څخه ووت،

ټيكسي ته ئې لاس وركړ اودهليكوپترپه لوريې حركت وكړ.

په منډه د واليصاحب دفترته داخل شوم ګورم چې واليصاحب اوقوماندان صاحب سره خاندي.

- په خنداكي داوويل:-

خارجي ميلمه لكه چې همدااوس بيرته ولاړ.