ښاپیرې چې له سپین غره زړه ته راشـــې
خیال د دیــو مې په سندره زړه تـه راشې
په سکو د پاچا هانو مــې نــن پلــــــــوري
يوه ښکلـــۍ جادوګــره زړه تـــــه راشــی
يوځـوان لـکـه ویشتلې چنـــار پــروت وي
هـر انـځور چې له ګودره زړه تـه راشـي
تر پــرونه مـو لــــه وروره زیــــات ګــڼـلو
نن دښمـن مو له خیـبره زړه تـه راشـي
ستا نظـر سره د زړه دښــته اوبـــه شـي
لــکه وینـه لـه ځیګـــره زړه تــه را شـي
د ځـلاند غـزل مې زړه ته کـې لار جـوړه
لکه درد چـې لـه پرهـره زړه تـه راشي
06.09.2009
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
د هيلو سودا ګر
د اجمل د هيلو کورګۍ هغه وخت له بيخه و نړيده چې کله يې د پلار مړى تيره اونۍ په ګوليو سوري د دفتر د پاتي کار کونکېو له لوري کور ته را وړل شو. لدي زړه بوږ نوونکې حادثي څخه يوه اونۍ تيره شوه چې د مورجانۍ او ن...
18.09.2009
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
هغه څه چې بايد د مغزو په اړه پرې پوه شو
ماغزه چې د انسان په كوپړۍ كې ځاى پرځاى شوي دي ، لږ څه بيضوي شكل لري. ماغزه د ټولو احساساتو او اعصابو مركز دى اويوه لويه كارخانه او دستګاه ده، چې د دندې او جوړښت له نظره نوې او مډرنې الكترونيكي دستګاوې او كارخانې ورسره هېڅ د مقايسې وړ نه دي. د نړۍ ډېر پرمختللي ماشين الات ورته ډېر كوچني او...