دایوسپېڅلی نزاکت په کې له ورایه ښکاري
زړګیه چل د محبت په کې له ورایه ښکاري
چاودلې شونډې سپورې زلفې دجانان رنګونه
دایوڅونښې دغربت په کې له ورایه ښکاري
خدای خبرسترګې د یار بیابیا ولې ژوند رابښي
چې تل زماد قتل نیت په کې له ورایه ښکاري
د ګریوانه د ایېنې دا یو جدا انداز دی
چې د سړي قد اوقامت په کې له ورايه ښکاري
هغه چې سترګې توروي ورله لکۍ جوړوي
لا ده وړه خو شرارت په کې له ورایه ښکاري
زړه د مخلص دی د حالاتو په ګردونوکې پټ
خوستا تصویر لا داسې تت په کې له ورایه ښکاري.
08.05.2010
- جابراحمدمخلص
سوغات................لنډه کیسه...........جابراحمدمخلص
نن عامرډيرزیات خوشاله ؤه چې په چوکۍ کې به کیناستونوزړه به یې دخوشالۍ نه په ټوپونوشوځکه چې په لومړي ځل یې د وظیفې آرمان پوره شوی ؤه، نوی نوی فارغ شوی ؤه که څه هم چې هره شپه به یې دلوړوزده کړوخوبونه لیدل خودایې هم خوشبختي ګڼله چې په یوه خیریه مؤسسه کې په کارګمارل شوی ؤه ځکه چې د اقتصاد وضعت یې ډیر کمزورې ؤه او دم...
11.08.2012
- جابراحمدمخلص
ښځه او تاويز
ل:- ډاکټرمبارک علي ژ:- جابراحمدمخلص
په هندي ټولنه کې ښځه د بې وسۍ او نيستۍ پالنې ښکارده، ځکه چې هغه کله هم د کورنيوستونزوسره مخ کيږي نوهغه يې د هواريدو لپاره د تاويزونولمن نيسي. د هغې وجه داده چې د هغه...