ښځه او تاويز
ل:- ډاکټرمبارک علي ژ:- جابراحمدمخلص
په هندي ټولنه کې ښځه د بې وسۍ او نيستۍ پالنې ښکارده، ځکه چې هغه کله هم د کورنيوستونزوسره مخ کيږي نوهغه يې د هواريدو لپاره د تاويزونولمن نيسي. د هغې وجه داده چې د هغه ځای دود دستور په کومونقطوباندې ولاړدی په هغه کې ښځه پخپله کومه فيصله نه شي کولی اونه يې د فيصلې څه ارزښت ليدل کيږي ، ځکه چې که چيرې يوسړی دويم واده کول وغواړي ، نود هغې سره هيڅ کومه لاره نشته د کومې په وجه چې هغه د داسې کولوڅخه منع کړي. همداسې که د هغې اولاد نه وي يايې نر اولاد نه پيدا کيږي نو هغه د خطرسره مخ کيږي چې د هغې په شنډيدو سره يا کورنۍ ته د وارث د نه ورکولوسره په هغه کورکې د هغې درنښت نه پاتې کيږي. له همدې کبله هغه د دود دستور په پردوکې دننه د پاتې کيدو لپاره د روحاني توان مرستې ته اړ کيږي ، ددې لپاره هغه د پيرانواو دمګرو څخه مرسته غواړي.ويل کيږي چې دداسې کولو سره ښځه خپل ځان ډاډه کوي او د خپل جهالت څرګندويه ګرځي خوپوښتنه دا راولاړيږي چې د هغې لپاره ټول دوديز او قانوني ورونه وتړل شي نوهغه چرته ولاړه شي؟ د هغې لپاره همدا يوازينۍ لاره ده په کومه کې چې هغه د خپل کلتور نه بغاوت هم نه کوي، دود دستور هم نه ماتوي او د خپلې ستونزې په حل پسې هم ګرځي. که تاويز اثر وکړي نو د هغې پر وړاندې راولاړه شوې ستونزه هواره شي او که داسې ونه شي نوبيا هغه د خپل تقدير په ليک صبر کوي او هره سخته په ځان تيروي.
احمد رضا خان پخپل کتاب " شمع شبستان رضا" کې د خاوند او ميرمن تر منځ ستونزې په نظرکې نيولوسره تاويز غوره ګڼلی خو ورسره يې د هغو د ستونزو په وجوهاتو باندې هم رڼا اچولې ده د مثال په توګه لومړی وجه خو د خاوند او ميرمن ترمنځ د جنګ په هکله وايي چې د هغوی ترشاه بيوسي،قرضداري او خپلو خپلوانوسره مخالفت ښيي او خاوند خپله پړا پر ميرمن ور اچوي ځکه د هغوی تر منځ کوم تاويز نه شي کيدای بلکه ددې لپاره ميرمن ته پکار ده چې هغه خپل خاوند په ارامتياکې وساتي. دويمه وجه د اړيکو د خرابوالي دغه ده چې ښځه د خپل خاوند څخه وخت بې وخته فرمايشونه ( غوښتنې) کوي، د کومونه چې خاوند په ناخوښيو ورګډيږي اخير نتيجه دا شي چې هغه د خپلې ميرمنې په وهلو او ټکولو لاس پورې کړي، د هغې نه تښتي يا هغه د کوره وباسي، په دې کې ملامتيا د ښځې وي نه د خاوند نو ځکه ښځې ته پکار ده چې هغه بايد صبراو قناعت وکړي او خاوند په تنګ نه کړي.
دريمه وجه کې سړی زما په خيال بې ګناه وي د مثال په توګه ښځه ناز اونخرې کوي او پخپل ځان غاويره وي ، د سړي له خدمت څخه مخ اړوي ( انکار کوي) داسې ښځه ټول الزامونه په سړي ورتپي اوهيڅ کله خپله ګناه په خپل ځان نه قبلوي. په داسې حالاتوکې په غورسره تاويز کول پکار دي اوښځې ته داسې تاويز ورکول پکاردي د کوم سره چې د هغې عادتونه او حرکتونه سم کيږي.
د خرابوالي څلورمه وجه د ښځې خراب حرکتونه، بد کردارونه او بې حيايي کول دي، که داسې کومې ښځې ته د خاوند په زړه کې د هغې دپاره د مينې پيدا کولو لپاره تاويز ورکړل شي نو هغه ښځه په ګناه او بې شرمۍ کې ښکيل کيږي او چې کله خاوند د هغې په بې سترګو مينه کې راګير شي نو هغه به د ازادی او خپل اختيارۍ سره هر څه کوي نو ځکه نه دي پکار چې کوم تاويز کوونکی دې دداسې ښځې مرسته وکړي کني د هغې سره به هغه ته هم جزا ميلاويږي. د ښځې او خاوند تر منځ د اړيکو د خرابوالي پنځمه وجه دريم نفر وي،ځکه تاويز کوونکي ته ډيره ګرانه وي چې هغه دې قصوروار نفر سهي کړي ( پيدا کړي).
نو ځکه تاويز کوونکي ته پکار ده چې په داسې حالاتوکې دې هغه داسې تاويز ورکړي د کوم په وجه چې په هغه کورکې مينه او خلوص پيدا شي. د يو تاويز کوونکي روحاني توان هغه وخت کې په ضرر تماميږي کله چې هغه د ناواده شوې ښځې او ناواده شوي سړي تر منځ د مينې تاويز ورکړي، که د هغوی دواړو تر منځ واده نه وي شوی نو په داسې حالاتو کې د ګناه ويره پيدا کيږي.
که يو څوک داسې مضرور راشي چې هغه د يوې بدکردارې او بې حيا ښځې سره واده کول غواړي نو هغه ته تاويز ورکول ضروري دي ولې چې د هغه سره هغه ښځه د ګناه څخه ساتل کيږي.
که يوه ښځه د يوسړي په هکله شکايت راوړي نو په هغه باندې ډير غور کول پکار دي ولې چې قدرت ښځه د نر تابع جوړه کړې ده اوخوکه هغه د سړي څخه نفرت ( کرکه) کوي نو د هغوی په علتونوباندې د غور کولو نه پس تاويز ورکول پکار دي.
په هغه صورت کې چې د جينۍ مور وپلار د هغې بې ځايه ساتنه ( حفاظت) کوي يآ د جينۍ خسر او نندرورګانې د هغې سره ښه رويه نه کوي نوپه داسې حالاتوکې دې پوره مالومات وکړل شي بيا دې تاويز ورکړل شي.
که د ښځې واده د هغې په خوښه نه ؤه نو د هغې د اصلاح کولو لپاره دې تاويز ورکړل شي.
اکثره ښځې په خرابو مجلسونوکې کيني او د هغو مجلسونو په هغوی باندې ډير زيات اغيز کيږي د کوم ختمول چې ډير ګران وي ځکه بايد هغه د نظر لاندې وساتل شي چې د ښځې مې د څنګه ښځوسره ناسته پاسته ده ولې چې د ځينو ښځوداسې عادتونه وي چې په هغودغوخبروباندې خلک پخپلو منځوکې جنګوي ځکه د هغې د پوهيدو نه بغير تاويز اثر نه کوي.
ددې نه علاوه که ښځه مغروره وي،بد مزاجه وي او ژبوره وي نو خاوند دغې نتيجې ته رسيږي چې د هغې له خپل خاوند سره مينه نشته ( چې هغه له خپل خاوند سره مينه نه کوي) ځکه بايد تاويز کوونکی دداسې ښځې لپاره د مينې تاويز ورکولو پر ځای بايد د هغې د اصلاح کولو کوښښ وکړي. خو که سړی د ښځې په فطرت پوه نه وي او په لومړيو کې د هغې هره سهي او غلطه خبره ومني نو وروسته پوه شي چې هغه غلطي( خطا) کړې ده، خو که ښځه بد مزاجه وي نوبيا ترې بيلتون غوره دی.
احمد رضا صيب ليکي چې ښځې ته پکار دي چې هغه بايد د خاوند سختۍ او زياتی وزغمي اوداسې ووايي چې:-
خدای ددې سړي خدمت کول زما پر غاړه کړی دی او ددې په بدل کې يې د عظيم اجر ورکولو ژمنه کړې ده. زه چې د چا خدمتګاره يم د هغه د امر په منلو کې به دريغ نه کوم او ددې اجر به ماته هغه څوک راکوي څوک چې زما حقيقي مالک دی.
بس د خدای د رضا دپاره هر تکليف وزغمي، غوسه يې د خدای د رضا دپاره په يوه ښکلې خندا وربدرګه کړي، ضِد او کينا د هغه لوی ذات نه قربان کړي، بيا به ددې احسانونو بدلې پخپله وګوري، هغه کور چې تر اوسه د دوزخ يوه کنده وي هغه نه به د رحمت جنت جوړيږی.