په افغانستان کې حکومت شته؟

درنولوستونکوزه اوس په هغوټولوحالاتوخبرې کول نه غواړمه کوم چې په افغانستان کې تیریږي ځکه چې بیالیکنه رانه اوږدیږي خوپه یوڅوخبرورڼااچول غواړم هغه داچې که تاسودافغانستان دولتي چارواکو،مامورینو،دولایتي شوراګانواستازواودولسي جرګې هغواستازوچې (موږورته دځان وکالت سپارلی چې دوی به مونږته ګټه راوړي)خبروته غوږشی نووایی به چې انشاءالله افغانستان نوردیوروښانه راتلونکي په پلوشوکې پټیدونکی دی اودتورتمونوڅخه خلاصیدونکی دی خوکه ننني حالاتوته وګوری نودرته ثابته به شي چې افغانستان دیوروښانه راتلونکي په پلوشوکې پټیدونکی نه بلکه دیوخونړي سیلاب څپواخیستی دی اودغه سیلاب دافغانستان تیرتاریخ اوراتلونکی نسل دتباهی بربادی اوتورتمونوپه چړونوکې ډوبوؤنکی دی خودولتي چارواکي،مامورین،وکیلان اونوراړوندمسؤلین خپله خبره په دې باندې ثابتوي اودابیلګې خلقوته وړاندې کوي چې نن صباپه فلانکي ولایت کې دومره پروژې ګټې اخیستنې ته چمتوشوې اوپه فلانکي ولایت کې دومره خوداخبره ورسره نه کوي چې دیوپروژې په بدل کې څومره بیګناه افغانان اوڅومره کورونه ورانیږي.ډیرمخکې پسې نه ځم خوکه په دې څوورځوکې تاسوخبرونه اوریدلي یاکتلي وي نودیوې پروژې ګټې اخیستنې خبرونه به موهم نه وي اوریدلي یاکتلي خودڅومره بېګناه افغانانودوژل کیدوخبرونه به موکتلي یااوریدلي وي چې څوک به دخښ شوي ماین ښکارشوي وي اوڅوک به دځانمرګي بریدښکارشوي وي.دولتي چارواکي داخبره کوي چې ددولت سره دعواموملاتړضروري دی اومونږداهم منُوچې دادعواموفرض هم دي چې ددولت سره مرسته وکړي خوافغانان بیچاره ګان به دافغان دولت سره څنګه مرسته وکړي اوڅنګه به دافرض پوره کړي چې افغان دولت دومره اعتبارله لاسه ورکړی دی چې افغان دولت ته څوک ددې فرضوپوره کولوزړه نه شي ښه کولی اوکه څوک یې ښه کړي اودافرض پوره کړي نوبیاپه توره شپه  دکوره وویستل شي بیایې یامړجسدمِلاؤشي اویاژوندی غیب شي نوخپله پوهیږی چې دې نامعلومووسلوالوته ته بشپړراپورڅوک ورکوي؟نوره دافیصله ستاسوپه غاړه پریږدم اوتاسوخپله قضاوت وکړی چې په افغانستان کې حکومت شته اوکنه؟

                                    دسوکالی اوخپلواکی په هیله