لا ماشومان د پوهیدلو نه دي
خوار یتیمان د خندیدلو نه دي
لامې ناسوردي پرهرونه دزړه
زما یاران د بیرته تللو نه دي
داسپینې اوښکې شوګیرې شوګیرې
شپې د هجران د هیریدلو نه ډي
خزانه خدای دپاره صبر وکړه
دا سره ګلان د رژیدلو نه دي
اې دځوانی په جوش کې مست صیاده
دا شنه طوطیان خو د ویشتلو نه دي
مخلص په ژوبل زړه کې ډيرڅه لرم
بښنه غواړم د وېیلونه دي
06.10.2009
- جابراحمدمخلص
دانجینرصاحب شاکرنه په مننه چې یوځل بیایې پرهرته څوښکلي انځورونه راولیږل.مخلص
انجینرصاحب سعیدالرحمن شاکراوعبدالولي وحدتیار په آریوب ځاځیوکې....
10.10.2009
- جابراحمدمخلص
په افغانستان کې حکومت شته؟
درنولوستونکوزه اوس په هغوټولوحالاتوخبرې کول نه غواړمه کوم چې په افغانستان کې تیریږي ځکه چې بیالیکنه رانه اوږدیږي خوپه یوڅوخبرورڼااچول غواړم هغه داچې که تاسودافغانستان دولتي چارواکو،مامورینو،دولایتي شوراګانواستازواودولسي جرګې هغواستازوچې (موږورته دځان وکالت سپارلی چې دوی به مونږته ګټه راوړي)خبروته غوږشی نووایی به چې انشاءالله افغان...