ماخوویل چې داغوټۍ به یووخت ګل شي

نه وم پوی چې ګل به شي خوبه دبل شي

څه خبروم چې به خپلونه پردی شم

ماخوویل چې داپردی به زماخپل شي

چې جفاچاسره وشي نوتباشي

دآرمان په ژرنده وَرژیږي دَل شي

منزلونه دجهان یې راشي پښوته

خوملګروچې الله چاسره مل شي

نه به خاندې نه به خوب کوې ترعمره

چې دوکه درسره وکړي یاردې غل شي

د(سایل)کیسه چې بې دمینې هیڅ وي

چې مخلصه مینه وکړي مکمل شي.

 

 

یادوَنه:-د ښاغلي رحمت شاه سایل صاحب یوشعردې چې وایي.

په غرونوسریې کړي پاګل کړي سړی.......مینه فنکاردې مکمل کړي سړی