ځانسره ژاړم غلی غلی پروت یم
په سرو لمبویم سوزیدلی پروت یم
رانه حالاتوزنځیرونه تاؤدي
یمه یې بندپه بندتړلی پروت یم
نشم الوت کوۍ ټول مات ګوډیمه
دوخت ښکاري یمه ویشتلی پروت یم
په چغوچغومې مَرۍ په ټپ شوې
جانانه نشم غږیدلی پروت یم
داچارې کړې دي ستامینې په ما
ځکه اوس نشې راکتلی پروت یم
د مسیحا نظر لږ وکړه راته
دستاپه درکې دردیدلی پروت یم
یودستامینه مې سبب دې دژوند
نوریم دهرڅه نه وتلی پروت یم
ستاهیریدل آشنااِمکان نه لري
مخلص دې ډیریم کړاولی پروت یم