په سرکې بایدیادوَنه وکړم چې دغه شعرمې هغه وخت ولیکلوچې دلروبرافغانستان په نوم ویبپاڼه کې مې دګران ملګري عبدالاحمدمحمدیارعکس اوتبصره ولیدل چې په کندهارکې یوڅوداړه مارانوپه یوه مشاعره کې وهلی و.
مخلص
هغه دردچې ستاپرهرنه بهرکیږي
داسې ډیرشته چې یې زړوکې تقسیمیږي
ستاداوښکوڅاڅکی څاڅکی به خدای سیندکړي
داظالم خلک به ټول پکې غرکیږي
غرهرڅو که لوړدې لاریې په سرشته ده
فرهادي سرباندي غرضرورماتیږي
دپښتون کلتورخزان ژوندهرڅوک ګوري
خوبس سترګې پټوي اوترې تیریږي
مونږژوندڅه کووپه ژوندچې نه پوهیږوُ؟
ګلشنوکې موتنکی غوټی رژیږي
پښتنې موریې روزلی ننګیالۍ یې
ځکه اوردې داحساس زړه کې بلیږي
مخلص سپینې سپینې وایم پروانکړم
چې الله ته وي منظورهغه به کیږي