چې قاتلان دګلوراج چلَوي
هغوځایونوکې خوتل خزان وي
چې پيښورکوي دګلوآرمان
هم په ننګرارهم په کابل خزان وي
مانه تعریف دګلوڅه له غواړې؟
زماتکل زمامنزل خزان وي
یه دوطن پیغلې خړپړښکاریږي
ضروربه تیرستاپه وربل خزان وي
هرڅوک اول خیال دګلونوکوي
خوزماهرخیال کې اول خزان وي
پروت وي خړګردزمادزړه په رباب
خورمې مودونه په محفل خزان وي
منم دې خوندیې دشَکروپه شان
مخلصه رنګ دې دغزل خزان وي
16.09.2009
- جابراحمدمخلص
خیرکه هرڅه کوې په مانن دې دوران دې آشنا
ژوندته لږ وګوره چې څنګه تیزروان دې آشنا
شیطان هم ویل چې زه راشه اوس یې حال وګوره
داسې ونه وایې په دې کې دې تاوان دې آشنا...
16.09.2009
- جابراحمدمخلص
په سرکې بایدیادوَنه وکړم چې دغه شعرمې هغه وخت ولیکلوچې دلروبرافغانستان په نوم ویبپاڼه کې مې دګران ملګري عبدالاحمدمحمدیارعکس اوتبصره ولیدل چې په کندهارکې یوڅوداړه مارانوپه یوه مشاعره کې وهلی و.
 ...