دادب تعریف:
لغوي ماناخویي تهذیب دی اوڅه شی چي له چاسره یاله کوم شي سره لایق اومناسب وی هم ادب ورته ویل کیږی لکه:دمجلس اداب،دمعاشرت اداب اوداسي نور......
اصطلاحاََ :ادب هغه پوهه ده چي انسان پخپله وینااوبیان کي له خطااوغلطۍ څخه ساتي،ځکه ادبي علوم هماغه علوم بلل کیږی چي دویناښه والی اوبدوالی غلط اوصحیح خوږوالی اوپیکه توب ښیي اوپه منثوراومنظوم کلام کي دفصاحت اوبلاغت له خوابحث کوي.
دادب په تعریف کي ویل شوي دي،چي ادب دښوالفاظوپه وسیله دخپلواحساساتواوادراکاتویادزړه دخبروښکاره کول اوداوریدونکیوپه ذهن کي یي کینول دي،یعنی ادب یوازي دافکارواوروحی حالاتواظهارنه دی،بلکي له یوه ذهنه بل ذهن ته انتقال اوابلاغ هم پکي ملحوظ دی.
داانتقال که په ښه ډول اومهارت سره وي چي هم پکي ښه کلمات انتخاب شوي وي اوهم دکلماتودښه ترکیب اوښه استعمال په لحاظ دفصاحت اوبلاغت مراعات شوی وي ادب ورته ویل کیږی اوکه داسي نه وي نوعادي خبري دي.