په پښتومعاصرادب کي داجمل خټک دریځ
همدارنګه دهنددنیمي وچي ځینوملی مترقي ادبي تنظیمونوهم داجمل خټک په ذهن اوادبی تګ لاره باندي اغیزوکړاوددغه اغیزله کبله دده په سیاسي ژونداوادبي لاره کي نوي څرکونه په بلیدوشول چي بیانویوځلمیانودده دغه لاره هم په سیاسي لحاظ اوهم په ادبي لحاظ ښه وپالله .سیاست پوه الیکوال افراسیاب خټک په دی هکله لیکي:))کله چي دهندپه نیمه وچه کي په 1936کال کي دانجمن ترقي پسندمنصفین په نوم یوتنظیم جوړشونوپه دغه تنظیم کي جمهوری اومترقي خواعناصرشامل شول چي دادسته دهندپه نیمه وچه کي دنوي ذهني فضاداګاه اوباشعوروجوړونکوباندي مشتمله وه.
په دي کي فیض احمدفیض،فراق ګورکپوري،ساحرلدیانوي،جوش ملیح ابادي،منشی پریم چند،حسرت موهاوي،اسرارالحق مجاز،جګرمرادابادي،احمدندیم قاسمي اونورډیرنورنومونه شامل وو.دغه تحریک دنړئ دټولوازادي غوښتونکومترقي اوجمهوري خوامنورینوسره خپل غږیوکړی و.دغه تحریک په کوزه پښتونخواه کي په ادبي شعورهم ژوراغیزوکړاودکاکاجي صنوبرحسین ،فارغ بخاري،سیف الرحمن سلیم،اجمل خټک ،قلندرمومنداولطیف وهمي غوندي انقلابي اومترقي شاعران هم ددغي څپي برخي وبلل شوي.((
نوربیا.....................