پوهیږم نه ولي مغرورشوجانان
ده ولي ډک له تکبُرشوجانان
وګورئ اوس مي هم سلام نه آخلی
زماپه سرخومشهورشوجانان
چي ومي ګوری تندئ تورونیسی
ماته مثال دیوتربورشوجانان
بیابه لوغړیږی راته پښوکي مدام
که چرته پوی پخپل قصورشوجانان
ظلم به بیاپه عاشقانونکړی
که یوځل زړه باندي چورچورشوجانان
خدای زده که داخبره واورم له چا
چي ورشه تاپسي رنځورشوجانان
ساده زړګېه نوریي څه له چیړي
غصينه وګوره تک سورشوجانان
مخلص منګله زړه ته صبرورکړه
دغیروغیروپه دستورشوجانان