ناست که په محفل کي رقیبان رانه چاپیره دی
ستاغمونه هم لکه یاران رانه چاپیره دی
سترګوکي پیغام دلري لري راکولئ شی
څه هم که لښکري دهجران رانه چاپیره دی
توان ته مي دژوندیوبوږنوونکی فکرؤړی دی
ګورم چي زرګونه قاتلان رانه چاپیره دی
دلته به سرپریږدمه خوداکوڅه به پري نږدم
ډیري نرمي ګرمي دآرمان رانه چاپیره دی
زه ورته دشرمه داخپل ژوبل زړه ښودئ نۀ شم
ژوبل نظرونه دجانان رانه چاپیره دی
نغښتی په زخمونوکي په غیږوددړدونوکي
داسي آوازونه پریشان رانه چاپیره دی