تاکه دخپل دره شړلئ نه وئ
دستاملنګ به دردیدلئ نه وئ
داسي به ولي لوغړن وآشنا
که دي په سرولمبونیولئ نه وئ
ښکلاغرورخوخوراووروردی سره
تاغرورکله کړوکه ښکلئ نه وئ
مابه دعوه چرته په بل کړی وه
ته مي که زړه په غلانیولئ نه وئ
ولي به هرچاراته برګ برګ کتل
په ماکه ستاتورلګیدلئ نه وئ
نن به دوخت طوفان وي چرته وړئ
که مي دزړه کورکي ساتلئ نه وئ
لربرپښتون که وای په یوعقیده
کابل به داسي سورلړلئ نه وئ
نن به زمادزړه خپي خوړیني نه وي
عشق په سکروټوکه ختلئ نه وئ
نه به غمجن وم نه به وم زه شوګیر
که مي دستابشرلیدلئ نه وئ
نه به کمزور و نه به تور ومخلص
زړه که یي ستاغموخوړلئ نه وئ